مقالی اوتبصرې

د حاسدینو دې زړه وچوي

دا منم، چې افغانستان اوسمهال د اقتصاد له نظره کمزوری دی او هېوادوال مو له بېکارۍ او غریبۍ کړیږي او نړیوالو د رسمیت پېژندلو له وجې خپلې پروژې درولي، چې یاد کار د هېواد په اقتصاد منفي اغېزه کړې، خو لله الحمد په هېواد کې امن دی او په کوم هېواد کې چې امن قایم وي، هلته د انسان ژوند او سر په امن وي، د همدې امن له وجې انسان کولی شي، شپه او ورځ په ډاډه زړه د خپل ژوند چارې پرمخ یوسي.
دا چې هېواد کې مو امن قایم دی، د دښمن تحرکات او پلانونه له صفر سره ضرب دي، نو ځکه زه په دې باوري یم، چې په راتلونکو لنډو او نږدې وختو کې به مو هېواد، د اقتصاد په برخه کې په پښو ولاړ وي.
اسلامي امارت په خپل ټول توان او طاقت سره داسې اقتصادي پروژې او پلانونه په کار اچولي، چې په لنډ وخت کې به د یادو پروژو او پلانونه له لارې زموږ د ګران هېواد اقتصاد په پښو ودریږي.
ښه مثالونه یې د قوشتېپې کانال، د معادنو استخراج او د اوبو بندونه جوړول دي. د قوشتېپې کانال په وسیله به په میلیاردونو جریبه ځمکه خړوبه شي او په پریمانه اندازه غنم به له دغو ځمکو څخه ترلاسه شي، چې د همدې لارې به د غنمو له اړخه پر ځان بسیا شو.
د معادنو او تېلو په استخراج سره به، چې اوسمهال ښه په درځ کې کار پرې روان دی، د تېلو او سون موادو په برخه کې هم غني او خودکفا شو.
اسلامي امارت د برېښنا د تولید په برخه کې هم خپلې هڅې نه دي درولي، په هر ولایت او ولسوالۍ کې یې د اوبو بندونو په جوړولو شروع کړې، چې د وړو بندونو له جوړولو وروسته به ان شا‌ء الله په لویو بندونو لکه د کونړ په سیند د اوبو بند جوړول به هم وشي، چې له دې لارې به د برېښنا په برخه کې هم خودکفا شو.
ان شاءالله په لنډو وختونو کې به پاسپورټونه، پیسې او وسلې هم زموږ په خپل ګران هېواد افغانستان کې جوړيږي او د پردیو له محتاجۍ به خلاص شو.
دا چې اسلامي نظام مو خپل دین، هېواد او هېوادوالو ته ژمن دی او په هر سخت حالت کې د خپل دین، هېواد او هېوادوالو ترڅنګ درېدلی او ملاتړ یې کړی؛ نو دا کار د هېواد په هغو دښمنانو، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د امریکا په امر خپل هېوادوال سخت ځورولي او د هېواد په تباهۍ کې په پوره اخلاص کار کړی، نو اوس د هېواد ابادي، د قوشتېپې غوندې یوه لویه پروژه عملي کول، د معادنو استخراج، هوایي دهلېزونه او داسې نورې لاسته راوړنې، د هېواد د اصلي بچیانو په لاس هېڅ نشي زغملی. د ډېر حسد او کینې څخه په ځان خولې لګوي او چووي.
زه وایم؛ چې پرېږده د کفر د غلامانو او د هېواد د دښمنانو دې له ډېره حسده زوړونه وچوي.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *