ټولنه اوکلتور

د مدينې پر لور لومړۍ برخه

هغه کتاب چې احسان به يې هېر نه کړم
نن د هغه کتاب اړوند خبرې اترې کوم چې احسان يې زما پر غبرګو اوږو بار پاتې دى او تل دعاوې کوم چې د خداى تعالى رحمتونه دې د همدې کتاب پر ليکوال ووريږي! رښتيا چې هغه د خپل ليکل شوې کتاب پر مټ ما ته داسې ارمغان ډالۍ کړ چې زما خپل له انده تر ايمان وروسته ګرانبها څېز او که غوره ووايم د ايمان يوه برخه ده. دا کتاب «رحمة للعالمين سيرت» د قاضي محمد سليمان منصور پوري رحمه الله اثر دى چې خورا عجيبه کېسه او مخېنه لري.زه نه کلن وم چې د پلار له سيورې بې برخې شوم. مشر ورور مې (چې زما پالنه د پلار له مړينې وروسته ورترغاړې شوه) د ګټمنو کتابونو په انتخاب کې چې غوښتل يې زه يې په ماشومتوب کې ولولم خورا موفق ٶ. هغه په لومړنيو کتابونو کې چې زما د مطالعې لپاره يې غوره کړى وه د يوه هندي ليکوال يو کتاب يې د رسول اکرم صلى الله عليه و سلم د سيرت اړوند انتخاب کړى ٶ.ورور مې ډيره علاقه درلودل چې زه د سيرت کتابونه زيات ولولم ځکه باور يې دا ٶ چې نبوي سيرت د عقيدې، اخلاق او ايمان په غرس کې تر ټولو ستر او مٶثر لامل جوړيداى شي. له همدې امله مې وجود کې د سيرت له کتابونو سره مينې او د هغوى لوستلو ريښې غځولى دي.
يوه ورځ مې د «رحمة للعالمين» کتاب نوم په انتشاراتي نوملړ کې تر سترګو شو (ځکه د انتشاراتو نوملړ او د کتاب پلورنځيو خبرپاڼې مې زياتې لوستى) نو ځکه مې ياد کتاب چې دوه ټوکه يې تازه چاپ شوې ٶ راوغوښت. که مې څه هم په خپلو لږو پيسو د ياد کتاب د پېرلو وس نه درلود ځکه لس-يوولس کلن ماشوم وم خو ماشومان (خاص کر بيا د همدې عصر ماشومان چې زه يې په اړه خبرې کوم) د شتمنيو او اقتصادي علم مقرراتو ته تابع نه دي بلکې د خپلو عواطفو او غرايزو خبرې مني.لنډه دا چې يوه ورځ زموږ د واړه کلي پستي مأمور ياد کتاب تر ما پورې راورساوه خو له ما سره دومره پيسې نه وى چې په ورکولو يې کتاب ترلاسه کړم. مور مې سره له دى چې غوښتل يې خپل يتيم ماشوم خوشحاله وساتي د کتاب له منلو بخښنه وغوښتله ځکه دومره پيسې ورسره نه وى.کله چې پوه شوم چې په دې ستونزه کې هېڅ ملګرى او سفارش کوونکى زما اړخ نه نيسي نو هغه څه ته چې تل ماشومان ترې کار اخلي او ډاډه دي چې غوښتنې يې له پامه نه غورځول کېږي، متوجه شوم. هغه څه چې حضرت عمير بن أبي وقاص رضى الله عنه په ماشومتوب کې ترې کار اخيستى ٶ، رسول الله صلى الله عليه و سلم يې غوښتنه ومنله او عمير ته يې اجازه ورکړه چې د بدر په غزا کې ګډون وکړي. دا سفارشګر پاکې اوښکې او ژړا ده چې تل د خداى تعالى او د هغه د نيکو بندګانو په وړاندې اعتبار لري او خبره پرې مني.
همداسې وشوه د مهربانې مور زړه زما په حال وسوځيد، د کتاب د قيمت پرې کولو لپاره يې زيار وويست او زه يې په ترلاسه کولو کې بريالى شوم.
کله مې چې د کتاب په کتنې پيل وکړ احساس مې کاوه چې کتاب په نرمۍ -نه په شدت او سختۍ- زما زړه ته ټکانونه ورکوي او د خوشحالۍ ملايم نسيم پرې رالوتى دى لکه د ونې لندې پاڼې چې تر سړى او باراني هوا لاندې په خوځيدو شي.
همدا توپير د هغه کتابونو د ټکان ورکولو اړوند چې د اتلانو او سترو فاتحانو د ژوندون په اړه ليکل شوې او هغه کتابونه چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سيرت په اړه ليکل شوى دي، موجود دى؛ د لومړنيو کتابونو ټکانونه سخت او خواشينوونکي دي خو د دويمې نوعې کتابونو ټکانونه د وجود له اعماق څخه راپورته کېږي او د روح او روان د خوشحالۍ لاملونه جوړيداى شي.
د ياد کتاب له لوستلو وروسته پوه شوم چې زړه مې د هغه له محتوى سره همغږي دى او داسې يې مني لکه کلونه چې يې انتظار ورته ګاللى وي. نور بيا …

 -ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله -ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *