افغانستان

مولوي محمدیعقوب مجاهد: افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نشته

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې له مالیزیایي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې اشغال او جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی. مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، په افغانستان کې د داعش په ګډون هیڅ یوه ډله په فزیکي ډول وجود نه لري او اسلامي امارت به چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي. په دې کتنه کې مالیزیايي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې یې چې څه لیدلي د خپل هېواد لوړ پوړو مسئولینو ته به یې ورسوي. د ملي دفاع وزیر داسې مهال په افغانستان کې د داعشیانو په ګډون د نورو ډلو شتون ردوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم تېره ورځ د افغان – قزاق نندارتون په پرانېست غونډه کې وویل، چې د افغانستان دریو ګاونډیو هېوادونو داعش ته زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *