د دهنه غوري سړک د بیارغونې غوښتنه شوې
د بغلان ولایت د دهنه غوري اوسېدونکي له حکومت څخه د دغې ولسوالۍ سړک د بیارغولو غوښتنه کوي.د دې ولسوالۍ قومي مشر محمدالدین باختر اژانس سره په خبرو کې وویل چې په تېرو شلو کلونو کې دغه ولسوالۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د پوهنې، روغتیا ، کلتور، ورزش او پراختیا په برخه کې ورته هېڅ راز کار نه دی شوی.د دهنه غوري بل اوسېدونکي حاجي نصیراحمد له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې دهنه غوري ته غزېدلی سړک ورغوي. په ورته وخت کې د بغلان د ټولګټو ریاست د کار او ودانیزې برخې آمر انجنیر اسماعیل انصاري تائیدوي، چې د دغې ولسوالۍ سړک خراب دی او د یاد ریاست له لوري یې د جوړولو تخنیکي سرویې ترسره شوې او د راتلونکي کال په پراختیايي پروژو کې ټولګټو وزارت ته وړاندیز شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې دهنه غوري د بغلان مرکز پلخمري ته نږدې پرته دویمه درجه ولسوالۍ ده او کلونه کېږي، چې دې ولسوالۍ ته غزېدلی سړک ویجاړ او جوړولو ته جدي اړتیا لري.