د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې مسؤلینو ویلي، دا چې افغانستان په وچه کې پروت دی، له هر څه ورته د وسپنې پټلۍ جوړېدل خورا مهم دي. د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال په لومړیو اتو میاشتو کې دوه اعشاریه شپږ میلیون ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي.
د افغانستان د وسپنې پتلۍ ادارې ویاندعبدالسمیع دراني د شریعت ورځپانې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې و ویل: چې په تېرو اتو میاشتو کې دوه میلیونه میټریک ټنه د حيرتانو، ۴۰۰ زره میلیونه ټنه د تور غونډۍ ، ۲۶۶ زره میټریک ټنه د اقینې او ۴ زره میټریک ټنه د خواف-هرات، چې ایران سره نښلوي انتقالات شوي دي.
همدا شان نوموړي زیاته کړه، د وسپنې پتلۍ ادارې د انتقالاتو له درکه په کلني ډول درې میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته انتقالېږي.
ښاغلي دراني ويلي، چې دا مهال په هېواد کې ۲۳۰ کیلو متره د وسپنې فعاله پټلۍ لرو، چې د وارېداتو او صادراتو استفاده ترې کېږي، د دې تر څنګ ۴۳ کیلو متره وسپنې پټلۍ فزیکي چارې ۵۵ سلنه بشپړ شوې او پاتې نورې يې په نږدې وخت کې بشپړېږي.
دراني وایي، چې د افغان ټرانس د وسپنې پټلۍ پروژه کلونه وخت تر بحث لاندې وه، دا هغه مهمه پروژه ده،چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا هېوادنو سره نښلوي.
د اسلامي امارت په راتک سره د دغې پروژې لومړنۍ ساحوي سروې په بریالیتوب پای ته رسېدلې او د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان هېوادونو، مسیرونه یې نهایي شول، د دغې پروژې د دوام لپاره یو کلن پلان جوړ شو او هر یو هېواد ته مشخصې کړنلارې ورپه ګوته شوې.
همداشان د اسلامي امارت په راتک سره د وسپنې پټلۍ ادارې رهبري ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه وکړل،چې زیاتې لاسته راوړنې یې درلودلې. د نوموړو سفرونو په ترڅ کې ۲۶ زده کړیالان ازبيکستان ته تللي او په دوو پړووانو کې ۲۷ تنه زده کړیالان ترکمنستان ته استول شوي،په همدې ترتیب ۶ تنه زده کړیالان ایران ته د درسونو لپاره لېږل شوي وو، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او خپلو دندو ته دوام ورکوي.
د یادي ادارې ویاند زیاته کړه، چې د وسپنې پټلۍ ادارې سفرونه له لاسته راوړنو ډک وو، چې ورسره انتقالاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
همدارنکه د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره راتلونکی کال پلان لري، چې خواف – هرات پروژې څلورمې ټوټې دویم فاز چې ۴۴ کیلو متره اوږوالی لري، ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي. همدا شان اندخوي شبرغان پروژه چې ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري، دا هم یوه مهمه پروژه ده،چې د رغېدو چارې به یې ژر پیل شي، د دې تر څنګ افغان ټرانس پروژه تر کار لاندې ده او په همدې ترتیب د تورغونډۍ څخه تر هرات پورې د وسپنې پټلۍ پروژه چې جوړېدو ته يې ترکمنستان لیوالتیا ښودلې او د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې يې هم د جوړیدو چارې ژر پیلوي.
دا چې د وسپنې پټلۍ ارزانه او چټک ټرانسپورت دی، هرڅومره چې افغانستان کې پراختیا کوي، هغومره به کاري فرصتونه ورسره برابر شي، سیمه ییز اتصال به رامنځ ته شي، د دولت عواید به لوړ شي او له نورو هېوادونو سره به مو اړیکې پراختیا ومومي.
سمیع الله مومند