دینې لیکنېلیکنې

د روژې ځانګړتياوې

– روژه د اطاعت او عبادت مياشت ده ، په روژه کې د عباداتو بدله تر نامعلوم شمېر رسېږي ، په حديث قدسي کې راځي، د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې نبي اکرم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ژباړه : (( الله جل جلاله فرمايي چې ټول عملونه د بني آدم د هغه لپاره دي، يوازې روژه ده، چې هغه زما لپاره ده، او بدله يې زه په خپله
ورکوم))
د حديث قدسي مراد :
امام قرطبي رحمۃ الله عليه وايي : چې په دنيا کې انسانانو ته د عباداتو د بدل اندازه ښکاره شوې او هغه يوه نيکي د لسو په بدله ده او يوه د اووه سوه په بدله هم ده الا ماشاء الله ، يوازې روژه ده چې د هغه بدله الله جل جلاله په خپله بغير د اندازې او د حساب ورکوي ـ
– د روژې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې په دې مياشت کې د الله جل جلا له کلام – قران کريم – په امام الانبياء صلى الله عليه وسلم باندې رانازل شوې .
ـ د دې مياشتې د عظمت له وجې سترو شيطانانو ته ځنځيرونه ور اچول کېږي.
دلته يو سوال پيدا کېږي چې په روژه کې ټول شيطانان تړل کېږي بيا ولې خلک ګناهونو ته زړه ښه کوي ؟!
ځواب دادى که څه هم په روژه کې د شيطانانو پښو ته زولنې اچول کېږي او نور په دوى کې د بندګانو د بې لارۍ توان نه وي، خو د انسان بد عادت د دى جوګه شي چې انسان پر ګناه مجبوره کړى ، ځکه عادت چې شيطاني جوړ شي بيا د شيطان نه بغير هم انسان ګناه ته زړه ښه کوي.
ـ د دې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې د بندګانو لپاره د جنت دروازې خلاصېږي.
ـ د دې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې بندګان د جهنم له اور نه آزادېږي.
– د دې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې نفل عبادات په ثواب کې د فرضو عباداتو سره برابرېږي، نو موږ ته پکار ده چې نفلونه زيات کړو او د تېرو مياشتو د لمونځونو قضايي هم راوړو.
– د دې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې د ورځې له لوږې او تندې وروسته د روژه ماتي په وخت انسان يو رکم خوشحالي احساسوي.
– د دې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې په يوه روژه نيولو سره د انسان ټول ګناهونه رژېږي ، ځکه د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل : ((چا چې روژه د ايمان په حالت کې ونيوله او د ثواب تمه يې په الله جل جلاله پورې تړلې وه، نو د هغه ټول مخکېني ګناهونه معافېږي))
– د دې مياشتې بله ځانګړنه دا ده چې خالص روژه نيول د جنت له اسبابو ګڼل کېږي ، لکه څنګه چې د جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وايي،چې(( يو کس له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې اې د الله رسوله صلى الله عليه وسلم ! ته ما وينې چې پنځه وخت فرض لمونځ اداء کوم ، فرضي روژه نيسم ،حلالو ته حلال وايم ، حرامو ته حرام وايم او پر دغو ياد شو واړو باندې زياتی نه کوم ، نو آيا زه به جنت ته داخل شم ؟! نبي عليه السلام وفرمايل : هو ))
د فرایضو اداء کول ، د حرامو څخه ځان ساتل او د حلالو پېژندنه سړى د جنت لايق جوړوي دا د الله جل جلاله لوي فضل دى په مسلمانانو باندې.
په ټوله کې موږ دغه مياشت د عبادت موسم او سيزن بللالى شو او بس، ځکه چې د دې مياشتې په اخري عشره کې يوه مبهمه ورځ ده،کله چې هغه شپه په اطاعت سره ويښه تېره شي د زرو مياشتو د عبادت ثواب پرې مرتب کېږي ، لکه چې دغه ټکى ته د القدر په سورۃ کې داسې اشاره شوې ده، ژباړه : ((د قدر شپه د زرو مياشتو نه غوره او برتره ده ))
د روژې مياشت په همدې ځانګړنو سربېره نوري ځانګړتياوې هم لري، دلته يې اجمالي يادونه وشوه.
د روژې مياشتې قيمتي شيبې مو نيکمرغه او بختوري شه ، ښاد آباد او بريالى اوسئ.

محمد عبد العلي ترابي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *