تاریخ او جغرافیهلیکنې

نړۍ کې د ښځو حقونو د ملاتړ کوونکو او روزونکو تاریخ !

ایا پوهېږئ چې د بشریت په تاریخ کې د غصب له ټولو لوی عملیات په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني له ماتې وروسته وشول، کله چې متفقینو ۲ میلیونه ښځې په زور ونیولې، د متفقینو پوځیانو د هغو ښځو په اعدام کې کوم ځنډ نه کاوه چې د دوی غوښتنې به یې نه منلې، تر دې چې جرمني د پنځوسمو کلونو تر نیمايي پورې ۳۷ زره ماشومان یوازې د میندو په نوم ثبت کړي
وو!
د تاریخ پوه ویلیام هیچوک په وینا چې په ډېرو وختونو کې به ښځې په مکرر ډول نیول کېدې، داسې ښځې به هم وې چې ۶۰ او ۷۰ ځله نیول شوې وې، ۱۰ زره ښځې د دې کارونو په پایله کې مړې شوې.کله چې یوګوسلاوي سیاستوال میلووان دیګیلاس په دې کارونو نیوکه وکړه نو سټالین وویل: میلووان او د هغه په څېر نور چې زموږ پوځیان بد یادوي دوی باید په دې پوه شې چې هغه پوځي د مرګونو ، وینو او اور تر منځ زرګونه کیلو متره مزل کړی وي،نو دا حق لري چې له کومې ښځې سره ساتیری وکړي او لږ وخت ورسره واوړي او را واوړي.
تاریخپوه جیوري رابرټس لیکي: سره پوځ په هر هغه ښار کې چې پرې تېرېدل ښځې یې نیولې؛ ډېرې یې په اتریش او جرمني کې وې، په ویانا کې یې د ۷۰ زرو او ۱۰۰ زرو تر منځ ونیولې او په جرمني کې په سلګونه
زره و. رابرټس وایي چې امکان لري جرمني پوځ په ختیځه جبهه کې په لسګونو زره ښځې نیولې وي ، خو وژل د دوی په نسبت یو نمونه یي جرم و. کارول هانګټون لیکي چې: امریکایي پوځیانو به د جرمني ښځو له نیولو وروسته هغوی ته د خوراک ډالۍ پرېښودې، ښایي خپلو ځانونو ته یې دا اجازه ورکوله چې دې کار ته د نیولو نه بلکې د فحاشۍ په نظر وګوري.
دا شاهدي د یو جاپاني تاریخپوه له خبرو سره سمه ده چې وایي: هغو جاپاني ښځو چې ډوډۍ به یې غوښتله نیول کېدلې او په ځینو وختونو کې به پوځیانو ډوډۍ ورته پرېښوده.
د بریتانوي پوځ یو سخت زړی جنرال چې له پوځ سره به یو ځای و وایي چې د پرله پسې نیولو اندازه ډېره لویه وه؛ بیا وایي: کومې ښځې چې له نیول کېدو رنځېږي ښایي د همدې مستحقې وي.
فرانسوي ځواکونو هم د جرمني په نیولو کې برخه لرله او د جرمني یوه برخه ځمکه ورته وښودل شوه تر څو ویې نیسي. پیري پیډسکمپ هغه سرشمېرنې را اخلي چې وایي فرانسوي ځواکونو په څو سیمو کې د غصب ۳۸۵ عملیات ترسره کړل. دا د سیلاب یوه څپه ده او څه چې پټ دي له دې ډېر دي… خو تاسې دا په خیال کې راولئ که چېرته دا کار د کوم اسلامي هېواد پوځ کړی و یا لږ تر لږه ځینو مسلمانانو کړی و؟!
دا هغه چا ته واستوئ چې د دغه دین د سپکاوي او بدنامولو په نندارتون کې په اسلام کې د ښځو د نیولو په اړه غږیږي، سره له دې چې د ښځو نیول کېدل له اسلام مخکې و او اسلام دا کار بند کړ، تر دې چې ډېرې نیول شوې ښځې د امیرانو، پوځي مشرانو، مخورو او خلیفه ګانو میندې شوې او د ازادو مسلمانانو په کورونو کې ورته ارام او عزتمن ژوند ور په برخه شو.

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *