افغانستان

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس: سوداګر دې د افغانستان لاس موټر وارد کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع پرون د کندهار سپین بولدک د موټرو او پرزه جاتو د سوداګرو ټولنې له استازو سره په کتنه کې وویل، چې سوداګرو د بدل لاس موټرو پرځای د افغانستان
لاس موټر وارد کړي.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې حاجي خان محمد، حاجي مولوي اغا او حاجي عیسی محمد د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د اسلامي امارت په واکمنېدو او په دغه کتنه کې د خوښي څرګندولو ترڅنګ موټرو ته د سټېکرونو د وېش ستاینه او د هغو د دوام غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه خپلې ستونزې یې هم د حل په موخه له ډاکتر ملا عبدالواسع سره شریکې کړې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، چې ټولو افغانانو د هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې او موږ یې قدرداني کوو، خو د هېواد د آبادۍ او اصلاحاتو په برخه کې لا نورو قربانیو، کار او خدمت ته اړتیا ده، چې هېواد په پښو ودرېږي.
هغه زیاته کړه، چې سوداګر د هېواد په آبادۍ کې ډېر هم رول لري او بار – بار مو ورته ویلي، چې په نورو هېوادونو کې د ډېرې ګټې پرځای دې په خپل هېواد کې لږ ګټې ته ارزښت ورکړي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونو او سوداګرۍ له لارې دې خلکو ته کاري زمینې زیاتې کړي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او د هېوادوالو د هوساینې او ښه والي لپاره پرېکړې او کار کوي.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو او تلفاتو د مخنیوي، د نظم، اصولو او پرېکړو د مراعتولو په موخه دې سوداګرو د بدل لاس موټرو پرځای د افغانستان لاس موټرو وارد کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button