افغانستان

کروندګر: حکومت دې راته سړې خونې جوړې کړي

په کابل کې یو شمېر کروندګر د معیاري سړو خونو له کمښته شکایت کوي. دغه کروندګر وايي، چې حاصلات یې د پخېدو په موسم کې په ټيټه بیه پلورل کېږي. دوی له حکومت څخه غواړي، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي. بلخوا د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې دغه وزارت په ځينو ولایتونو کې د سړو خونو د جوړېدو چارې پيل کړې دي. په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، په دې هڅه کې دي چې د کرنې په برخه کې ډېرې پانګونې جلب کړي. د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې ډیری هېوادوال په تېره بیا د کلیوالو سیمو اوسېدونکي پر کرکېله او بڼوالۍ بوخت او له همدې لارې عاید ترلاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *