افغانستان

د زکات راټولولو لپاره یو ځانګړی بانکي حساب جوړ شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان او نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه د زکات راټولولو لپاره د ځانګړي بانکي حساب د جوړولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نړۍ او افغانستان مسلمانان کولای شي د یتیمانو، بې وزلو، کونډو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ژوند د ښه والي په موخه خپل زکات د دوی له خوا جوړ شوي بانکي حساب ته ورکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د دفتر مالي رییس تر نظارت لاندې او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د اسلامي امارت د عشر او زکات د ټولولو په موخه په (د افغانستان بانک) کې (3000209009835) یو بانکي حساب جوړ کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ټول زکاتونه د ۸ شرعي مواردو لپاره کارول کېږي او مسلمانان کولای شي، چې د اسلامي امارت له لارې ټولو اړمنو کسانو او کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *