لیکنېمقالی اوتبصرې

د سرحداتو ساتنه؛ ستر فضیلت او دروند مسؤلیت!

افغانان په دې بختور دي، چې الله تعالی په هره زمانه کې دکفارو په خلاف په مختلفو اشکالو دمبارزې ډګر ته را ايستلي دي او هر طاغوتي لښکر  رب ددوي په مټ له شکست سره مخ کړی دی. تر اوسه ددې لپاره چې د يرغل مخه ټوله او اسلامي نظام حاکم شي؛ په سنګرونو کې اوسيدو، اوس بیا له پرديو يرغلونو څخه داسلامي خاوري، پولو او سرحداتو ساتنه کوي، چې دې عمل ته «رباط» ویل کېږي او درباط په اسلام کې ځانګړی فضيلت بيان شوی ده: رسول الله ﷺ وايي: د الله تعالی  په لاره کې د رباط يوه ورځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده. ( البخاري 2678)

او دصحيح مسلم په روايت کې داسې راغلي دي:
« ديوې ورځې او يوې شپې رباط ديوې مياشتې تر روژې او قیام غوره دی، که مجاهد د رباط په حال کې مړشي؛  دعمل ثواب يې بيا هم جاري وي او که ژوندی وي رزق به يې جاري وي او له «فتان» يعني دقبر عذاب يا له فتنو څخه به په امن کې وي» امام نووي رح وايي: له مرګه وروسته بيا هم دعمل دوام يوازې دمرابط مجاهد ځانګړتیا ده، چې بل هيڅ څوک ورسره په دې کې شريک نه دی. له صحيح مسلم پرته په نورو کتابونو کې په واضحه توګه دا ليکل شوي دي: دهر انسان په عمل دده تر مرګ وروسته داختتام(پای) مهر وهل کيږي، مګر يوازي مرابط مجاهد دی چې عمل به يې وروسته له مرګه هم جاري وي.( په صحيح مسلم دامام نووي رح حاشيه)

   ابو عزام عراقي په يو وصيت کې مجاهدينو ته دا توري ليکلي وو: « دالله تعالی په لار کې ( رباط) دکعبې او بیت المقدس تر مجاورت(ګاونډيتوب) غوره دی، ابوهريره (رضي الله تعالي عنه) وايي: دالله تعالی په لار کې د رباط يوه شپه ماته دحجر اسود په څنګ کې دشپې تر صلاة تهجد ډيره غوره ده. ګورئ! ده (رض) په بهتره مکان تر بهتره عبادت د رباط يو شپه ښه وبلله.»

اوسمهال چې کوم چارواکي دسرحداتو او پولو ساتنه کوي؛ ددې ترڅنګ چې له پورتني فضيلت څخه برخمن دي، يو دروند مسؤلیت هم ور له غاړې دی؛ ځکه دوي دهيواد هغه مهمې نقطې کنټرولوي چې لومړی له يرغلونو سره هغه مخ کيږي، دغه کسان خپل کار ته ځکه بايد د کار په سترګه وګوري؛ چې دوي په سرحداتو له بې ساري اسلامي نظام او غیور مسلمان ملت څخه دفاع کوي، دوي دنورو فوځي ځواکونو په شان نه دي چې له خپلو طاغوتي نظامونو څخه  ددفاع په خاطر سرحدونه کنټرولوي، دوي بايد په دې لاره کې پوره استقامت او نظارت ته توجه وکړي او خپل کار بايد دتېر عملي جهاد په څېر دځان لپاره مسؤلیت او ځانکړې فریضه وګني!ځکه ددوي په کمه اندازه غفلت سره کله هيواد له لوی خطر سره مخامخ شي او ددوي د پوره بيدارۍ او ښه استقامت په صورت کې به هم نظام  ټينګښت مومي او هم به هيواد له خطره په امن کې وي.

( ان شاء الله تعالی)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *