دینې لیکنې

د سهار له لمانځه وروسته رزقونه تقسیمیږي

ضیاءالحق حسان
د سهار وخت د برکت وخت دی، کله هم چې سهار لمونځ اداء شي باید د لمرختلو ترمهاله وخت په ذکر، تلاوت او دعاوو ښایسته شي، هغه کسان چې په دې مبارک وخت کې خوبونه او غفلت کوي د ورځې تر پایه سست او ټمبل وي، دغه راز د رزق له پراخۍ بې برخې وي. صخر رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله د خپل امت لپاره دعا وکړه او ویې ویل: ای الله زما امت ته د ورځې په اوله برخه کې برکت واچوه، رسول الله به چې ډلګۍ یا لښکر چیرته لیږل نو د ورځې په اوله برخه کې به یې لیږلو ګټه به یې ډیره لاسته راوړه او مال به یې زیاتیدو.
دغه راز د سهار په وخت کې رزق تقسیم کیږي نو باید دا قیمتي وخت په اذکارو تیر شي، د رسول اکرم علیه السلام لور بي بي فاطمه رض وایي:
زه د سهار په وخت کې پرته وم چې رسول الله تیریده او زه یې په خپله مبارکه پښه باندې وښورولم او راته یې وویل:
ای لورکۍ!
پورته شه او د الله د رزق په تقسیمولو کې حاضره شه، د غافلو خلکو له ډلې څخه مه کېږه ځکه الله د خلکو رزقونه د سپیدو او لمرختو په مابین کې تقسیموي، ورته روایت ابن عباس رض هم کوي چې رسول اکرم علیه السلام وویل: کله مو چې د سهار لمونځ اداء کړ نو د رزق له ګټلو څخه مه ویده کیږئ!
عثمان رض وایي رسول اکرم علیه السلام وویل:
هر هغه څوک چې د سهار له لمانځه وروسته تر لمر راختو پورې د لمانځه په ځای کیني او د الله ذکر کوي تر هغه چا به ډیره ګټه تر لاسه کړي څوک چې د رزق په طلب کې د دنیا ګوټ ګوټ ته روان وي.
متأسفانه چې زموږ ځوان ملګري اکثره په دې بیمارۍ اخته دي او دا قیمتي وخت ترې خوبونه یوسي؛ زموږ پيغمبر علیه السلام د ماخوستن له لمانځه وروسته خبرې منعه کړي، نو باید موږ او تاسو د شپې پرمهال وختي بیده شو تر څو د تهجد او د سهار پر مهال له دې قیمتي او مبارک وخت له برکاتو څخه برخمن شو ددې په ځای باید قیلوله (د غرمې خوب) وکړو، دا سنت طریقه ده، عمر بن عبدالعزیز د خپلو بچیانو لپاره تقسیم اوقات جوړ کړی و او د غرمې خوب یې هم په کې لیکلی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *