دینې لیکنې

د جهاد مشروعیت

خالد مشعل / درېمه او وروستۍ برخه
اسلامي جهاد د تهذیب د مدعیانو[ اروپایانو ]د نړۍ سوځونکي جنګ غوندې نه دی چې: په هغه کې هغوی له خپلې هوسپالنې پرته بل څه نه و ۰
که چیرې د اروپا د خونړي تاریخ پاڼې مخ ته کېښودل شي، هغه چې د اندلس لوړو ژورو پورې تړاو لري، نو د هغه له بیخه نړول، په خپله د اروپايي تاریخپوهانو د نظر موافق څرګندیږي. چې تر نهمې عیسوي پېړۍ پورې د توپ، توپک، قتل او چور او ډول ډول مصیبتونو په زور یې مسلمانان عیسویت ته اړ کړل. په سلګونو د الله جل جلاله بندګان یې وسوځول او ایره یې کړل. په سلګونو یې بندیان او د هغوی اولادونه یې د دوی په وړاندې ذبح کړل، په لکونو مسلمانان یې د خپل دین د ساتلو په اساس هجرت ته اړ کړل. د غرناطې په میدان کې یې د مسلمانانو د اتیا زره نادرو او نایابو قلمي کتابونو بې سارې ذخیره وسوځوله. په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې ملک فلیمپ په خپل قلمرو کې د عربي یوه جمله ویل هم جرم وباله. د مسلمانانو اثار یې یو یو کړل او له منځه یې یوړل، د قرطبې بې مثاله جامع مسجد کې یې ګڼې ګرجې (کلیسا ګانې) ودانې کړې. قصر حمراء او زهراء چې په نړۍ کې بې سارې وې او دولس زره منارې یې لرلې او د (اشهدان لا اله الا الله) د اوازونو انګازې په کې راغبرګیدونکې وي، په هغه کې یې صلیبونه جوړ کړل، کلیساوې یې ودانې کړې چې تر اوسه ولاړې دي. دا ټول بیان د علامه محمد کرد علي دی، چې هغه په خپله رساله (غابر الانس وعافرها) کې راغلي دی، چې په هغه کې ده د اندلس مخکینی او اوسنی حال سره پرتله کړی. (په پنځم چاپ کې زیاتونه) ۰دتمدن مدعیانو پرته له
توپیره، نارینه او ښځينه، محرم او غیر محرم ښار په ښار په ډېره بې دردۍ سره تباه او برباد کړل.
لنډه دا چې د دفاعي او تعرضي جهاد هدف د ښو اخلاقو خپرول او د اسلام تحفظ او د اسلام د تبلیغ په لاره کې چې کوم خنډونه اچول شوي وو، د هغو لرې کول و. پر دې ټولو پېښو له نظر اچولو وروسته د عامو اروپايي تاریخپوهانو، مارګولیوس او نورو دا خیال (رأیه) بالکل ناسمه او افتراء ثابتیږي، چې د اسلامي جهاد هدف په زور د خلکو مسلمانول، چور او د خپل ژوند و ژواک برابرول و. په دې توګه د اسلامي روایاتو او د اصحابو کرامو رضی عنهم د تعامل له جمع کولو نه وروسته په دې کې هیڅ شک نه شته، چې په اسلام کې دا ډول جهاد د تحفظ په توګه فرض کړل شوی، همدارنګه د حفظ ما تقدم او د تبلیغ له لارې د خنډونو د لرې کولو لپاره تعرضي جهاد تر قیامته پورې ضروري ګرځول شوی. څرنګه چې د دفاعي جهاد پر مټ په زور د خلکو مسلمانول هدف نه دی، همداراز د تعرضي جهاد موخه هم بل ډول نه ده. په ځانګړي ډول چې د اسلام قلمرو هم پراخ شو، نو هماغه د جهاد په مهال یې کافران په خپله پناه کې اخیستل او هغوی په خپل دین پاتې وو. د هغوی د ځان، مال، پت او عزت ساتنې لپاره اسلام خپور شوی، څنګه چې د مسلمان ساتنه کوي، په دې کې دفاعي او تعرضي دواړه جهادونه یو شان دی، همداراز په نړۍ کې د رېښتوني امن او امان ټينګول، کمزوري له ظلمه ژغورل او نور د جهاد له اهدافو څخه دی، په دې هم دواړه ډوله یو شان دي، له دې امله هیڅ سبب نشته چې اسلامي اصول مسخ کړي او له تعرضي غزا نه انکار وکړي، لکه څنګه چې زمونږ ځينې ازاد خیاله (روڼ آندي) تاریخپوهان وايي. له دې لنډ عرض نه وروسته مونږ خپل هدف شروع کړ.
له هجرته وروسته د جهاد او غزاګانو کومه لړۍ چې پیل شوه، په هغه کې په ځينو کې په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم برخه اخیستې او تللي او په بعضو کې یې د خاصو صحابه کرامو رضی الله عنهم په مشرۍ لښکر لیږلی، د تاریخپوهانو په اصطلاح لومړي ډول جهاد ته (غزا) او دوهم ته (سریه) وايي. د غزاګانو ټول شمیر (۲۳) دی، چې په هغو کې په نهو کې جنګ وشو او په پاتې نورو کې ونه شو. او د سریو شمیره (۴۳) دی. او عجیبه دا ده، په ټولو غزاګانو او سریو کې چې له مسلمانانو سره څه نه و، شمیر یې لږ و، خو تل یې فتح او بری په برخه و، البته یوازې د احد غزا کې یې لومړی بری وګاټه او وروسته مسلمانانو ماتې وخوړه. او هغه هم چې د لښکر یوه برخه په خپل ځای پاتې نشول او خپل مورچل یې پرېښود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *