افغانستان

د «لته بند» سړک پاتې چارې بشپړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وړمه ورځ د کابل-جلال اباد له بدیلې لارې لته بند څخه لیدنه کړې ده.

په دې سفر کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سربېره د ټولګټو  وزیر  ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند (حاجي ګل محمد) او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ننګرهار ته د سفر پر مهال د یاد سړک د جوړولو ژمنه وکړه. ملا عبدالغني برادر له دې سړک څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د ټولګټو وزارت پلان لري چې تر راتلونکو څو ورځو د لته بند له لارې د کابل – سروبي پاتې چارې پیل کړي. افغان چارواکو تر دې وړاندې د یوه کان په بدل کې د کابل-جلال اباد د دویم سړک د رغونې خبر ورکړی و. د کابل والي په خپل دفتر کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ټولګټو وزارت له استازو سره په  کتنه کې هوکړه کړې وه چې کابل-جلال اباد د سړک پاتې چارې به یې د یوه کان په بدل کې رغوي. د کابل ـ جلال اباد د (دويم سړک) چارې چې لته بند له سروبي ولسوالۍ سره نښلوي، د بیارغونې چارې یې پیلېدونکی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *