بېلابېلې لیکنې

د شهيد لالي د ځوانۍ ګلاب خزان،خو يادګار يې لا هماغسې تاند او تازه دی

مولوي ضياءالحق حسان

د ديني علم د زده کوونکو ژوند خورا له تکليفونو،کړاوونواو دردونو ډک وي.دوی د ديني علومو د تحصيل په موخه غربت، سفر،لوږې او تندې ګالي،ترڅو د اسلام ډېوه بله او د علميت دا لوی وياړ يې په برخه شي،ځينې يې هدف ته رسېږي او د علميت په ګاڼه سمبال شي،خو ځينې يې لکه ويشتلې زاڼې د ملګرو له قطار پاتې او د شهادت اسمان ته هسک شي د علم غوټۍ يې همداسې ناسپړلې پاتې اوکتابونه يې مدرسه کې ملګرو ته پاتې شي.

د دې کاروان له قطار داسې زلمی هم شته ، چې له دستار وروسته يې په ځوانه ځوانۍ د شهادت شمال له موږ جدا او دستار يې د قبر د شناختو بيرغ شي.

يادګارليکل د دې کاروان د لارويانولاله پخوا عادت دی،دوی چې کله ناکله پرکتاب ياهم د حجرې په ړنګودېوالونو يادګارونه ليکی هدف يې يوازې ساعت تېرول وي خوخبرنه وي چې يووخت به يې همدايادګارونه ددېوال په ټټر هماسې تاند وي اودوی به د لحد دتوردېوال مېلمانه وي،ملګري به يې په يادګارد تللي اتل ياد تاندوي او په فراق به يې اوښکې د ګرېوان په انګړکې دغم ګډا کوي.

نن مې د يوتللي اتل شهيدآشنايادګاروليد، په ليدو مې يې اوښکې د سترګو مېلمنې شوې،شهيدمولوي شېرمحمد«متوسم»چې د علم د دستار له وياړ برخمن ؤ،د ځوانۍ سپرلي يې تاندؤ په ليدو به يې رنځور زړونه ټکورېدل او په ښايسته ويانده اوشعري ژبه به يې مجلسونه او جلسې ښکلې وې،له نن نه لس کاله وړاندې يې د شهادت جام نوش کړ،ورور يې راته ويل  د شهيد مولوي صاحب کتابونه يتيمان شول راته هاغه بل ورور مې (علي انس) هم شهيدشو دادی کتابونه مې درته راوړل تاسوسره يې زياته ملګرتياوه،د شهيدآشناپاتې کتابونو او د ورور خبرو يې داسې ودردولم تابه ويل متوسم جان بياشهيد دی او د جنازې ورځ يې ده، نن می د ده له کتابونود مسلم الثبوت  پاڼې اړوي را اړوي چې يوکونج کې يې په مينه ناکوګوتو پورتنی يادګارانځورکړی ؤ.

هوکی يادګار لا هماغسې تانددی،خو شهيداشناد لحدغېږه کې دمه دی اوکله به هم رانه شي دده پاتې يادګارونه به په اوښکوپالو .

 

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *