افغانستان

هرات کې د روسي تېلو د لېږد لوژستیکي مرکز جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو لېږدولو په موخه له ترکمنستان او قزاقستان سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي. ښاغلي عزیزي ویلي چې د تېلو دغه لوژستیک مرکز به د هېواد په لوېدیځ(هرات) کې جوړ شي. نورالدین عزیزي له رویټرز اژانس سره خبرو کې ویلي، چې تخنیکي ټیمونه به په دوو میاشتو یاد هوکړه لیک چمتو کړي.  افغان، ترکمن او قزاق استازي له تېرو دریو میاشتو د یاد لوژستیکي مرکز پر جوړونې بحث کاوه چې اوس یوې کوټلې هوکړې ته رسېدلي دي. د ویلو ده چې له دې وروسته به هرات د روسي د تېلو لوژستیک مرکز وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *