ټولنه اوکلتورلیکنې

د ښه ژوند کولو اصول

منيرفاروقي

اسلام په پوره معنی يو کامل دين دی او د الله جل جلاله کتاب قران يو داسې لارښود او رهنما دی، چې هېڅ شک او شبهه په کې نشته. د ښه ژوند جوړولو او کولو ټولې لارې چارې په کې شته.

که چېرې غواړئ، يو ښکلی ژوند ولرئ، د شريرو انسانانو له اذيت او ازار څخه په امن وئ، دوستان مو ډېر وي، د خلکو په منځ کې د يو جامع انسان په حيث ژوند وکړئ، د انسانانو په زړونو کې ځای پيدا کړئ او همدارنګه که غواړئ د دنيا او اخرت برياوې ترلاسه کړئ؛ نو د الله تعالی کتاب ته رجوع وکړئ! د الله په کتاب کې د ښه او اعلی ژوند کولو اصول بيان شوي دي، که چېرې دې هغه اصول او مقررات عملي کړل، نو يقيناً تاسو به يو ښکلی ژوند ولرئ.

هغه اصول او مقررات ځينې داسې دي.

الله تعالی په قران عظيم الشان کې انسانانو خاص کر مؤمنانو ته د ښه ژوند کولو په باره کې، چې مفهوم يې داسې دی فرمايي:

۱- په اسلام کې پوره داخل شئ!

۲- ظلم او زياتی مه کوئ!

۳- په ځمکه کې فساد مه کوئ!

۴- حق له باطل سره مه ګډوئ!

۵- بې علمه خبرې مه کوئ!

۶- په ځمکه تکبر سره مه ګرځئ!

۷- خلکو سره په ورين تندي مخامخ کېږئ يعنې خلکو ته تندی مه ګونځوئ!

۸- مؤمنانو سره نرمي کوئ!

۹- خپل اواز تل ښکته ساتئ!

۱۰- په مزل کولو کې ميانه روي کوئ!

۱۱- د جاهلانو څخه مخ اړوئ!

۱۲- بښنه کوئ او امر په نيکۍ کوئ!

۱۳- دفاع په ښايسته طريقې کوئ!

۱۴- د دين دعوت په حکمت سره کوئ!

۱۵- خپله صدقه په احسان بارولو او ضرر رسولو سره  مه بربادوئ!

۱۶- پردی مال بې اجازې مه خورئ!

۱۷- چا ته غلط نوم مه اخلئ!

۱۸- په بل قوم پسې ټوکې/مسخرې مه کوئ!

۱۹-  غيبت مه کوئ!

۲۰- جاسوسي مه کوئ!

۲۱- له ډېرو ګمانو ځان ساتئ!

۲۲- په هر څه کې انصاف څخه کار اخلئ!

۲۳- د سلام ځواب په ښايسته ډول ورکوئ!

۲۴- د مور او پلار سره ښېګڼه کوئ!

۲۵- د خپلوانو او يتيمانو سره ښېګڼه کوئ!

۲۶- غريبانو او مسکينانو ته خوراک ورکړئ!

۲۷- د يتيم مال په ناحقه مه خورئ (يعنې يتيم ته خپل مال ورکړئ!)

۲۸- صدقې او خيراتونه ورکړئ!

۲۹- وينا  سمه او سيده کوئ!

۳۰- خلکو ته ښايسته خبرې کوئ!

۳۱-  د ثواب او خير کارونو کې له خلکو سره مرسته وکړئ!

۳۲-  له هيچا سره د ګناه او ظلم په کارونو کې مرسته مه کوئ!

۳۳- د بې ځايه قسمونو څخه ځان وساتئ!

۳۴- پيمانه سمه کوئ (يعنې په پېمانه کې کمی او زياتی مه کوئ).

پورته يادې شوې کړنې د الله جل جلاله له لوري خپلو بندګانو ته  لارښوونې، په دنيا کې د ښه ژوند کولو اصول او قواعد دي.

رب دې د عمل کولو توفيق رانصيب کړي. امين يا رب العلمين

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *