افغانستان
د سوداګرۍ خونه: اوسمهال بهر ته د زړو اوسپنو پرځای ګول سیخ صادریږي
د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مهمند وايي چې له افغانستان څخه بهر ته د زړو اوسپنو قاچاق کولو مخه نیول شوې او اوس د اوسپنې پر ځای نورو هیوادونو ته ګول سیخ صادریږي. تر دې مخکې حکومت د کابینې غونډه کې له هېواده بهر د هر ډول اوسپنو او کباړو پر ایستلو بندیز لګولی. په ورته مهال د چارواکو په وینا، اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلېکولو شاوخوا ۴۲ فابریکې فعالیت کوي چې د ګاډرو او ګول سیخ ترڅنګ د المونیمي چودني توکو او نورو بېلابېلو توکو تولیدي کارخانې فعالیت کوي. د راپورونو پر اساس په یادو کارخونو کې لسګونه زره کسان په کار بوخت دي. خو نورو هېوادونو ته د خام توکو قاچاق بیا د کورنیو تولیداتو مخه ډب کولی شي.