افغانستان

د تاجکستان په بدخشان کې د افغان قونسلګرۍ فعالیتونه و ارزول شول

شریعت: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري رئيس محمد موسی اميري په مشرۍ پلاوي د تاجکستان اړوند د بدخشان مرکز خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې یاد پلاوي په دغه سفر کې د قونسلګرۍ د چارو د ارزونې ترڅنګ د افغانستان د قونسلګرۍ ودانۍ له نژدې وکتله او د بيارغونې په اړه يې خپله ارزونه د وزارت مقام سره شريکه کړه. 7مخ
د یادونې وړ ده، چې په خاروخ کې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ د وروستۍ واورې ښویېدنې له امله زیانمنه شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *