افغانستان
د سپین بولدک ولسوالۍ د تفریحي پارک چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي
د سپین بولدک ولسوالۍ د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یادې ولسوالۍ د تفریحي پارک چارې ۶۰ سلنه بشپړې او ډېر ژر به یې پاتې چارې هم بشپړې کړي.
د سپين بولدک ولسوالۍ ښاروال قاري رحمت الله مسافر باختر آژانس ته وویل، چې د راتلونکي ۱۴۰۲لمریز کال لپاره په پلان کي لري، چي د یاد پارک پاتې ۴۰ سلنه کارونه هم بشپړ کړي، ترڅو د یادي ولسوالۍ او د کندهار ښار اوسېدونکو پر مخ پرانیستل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د یاد پارک چمنونه، ماشینري، د اوبو سېسټم او رزغونتیا چارې بشپړې
کړې دي.