لوګر کې له سلګونو اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.په یاده مرسته کې ۵۰۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي، چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.
د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدوکې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.
سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شوه. يادې ټولنې له دې وړاندې په کابل، ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم پر سلګونو کورنيو ورته مرستې وېشلي.
د یادونې وړ ده چې د یاد بنسټ له لوري تېره میاشت هم د لوګر په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو مرستې وېشل شوې دي.