مقالی اوتبصرې

د سیاست او دین تړون فطري دی

ښایي تاسو په ګڼو ځایونو کې لیدلی وي چې دین انساني فردي او تشریفاتي کړنه ده. دا جمله نن سبا د ځوانانو په مجلسونو او بحثونو کې ډېره لاس په لاس کیږي. مانا دین ستا شخصي کار دی او هېڅوک حق نه لري چې تا ته د دیني احکامو پر کولو نه کولو تعزیر، جزا او… کړي. دین ستا شخصي معامله ده، فردي اړیکه ده او د دنیا پاتې چارې باید له دین پرته پر مخ یووړل شي. دا تر ټولو خطرناکه مفکوره ده چې نن سبا پرې ځوانان اخته دي او غالب ګومان دا دی چې مفکوره تېرې ۲۰ کلنې دیموکراسۍ کې په پوره شد او مد د ځوانانو په ذهنونو کې کرل شوی دی.
پر دې ناروغۍ افغان ځوانان هوایي نه دي اخته شوي؛ بلکې دا (دین د انسان او خدای ج شخصي معاهده او اړیکه ده.) د ننني تمدن او ډیموکراسۍ تر ټولو غټه بښنه ده. ننني نظامونه پر همدې یوې جمله راټول دي او د معاصر تمدن پر تندي همدغه مفهوم حک شوی.
د دغې جملې پر بنسټ چې نننی کوم تمدن جوړ شوی، په هغه کې له انسان سره د انسان اړیکه او د انسان او نړۍ ترمنځ اړیکې بیخي له الله تعالی او دین څخه آزادې دي، ټولنیزې چارې آزادې دي، ښوونه او روزنه ازاده ده، اقتصاد او سوداګري ازاده، حکومتولي، قانون، پارلمان، سیاست او… هر څه ازاد دي. حتی هغه خلک چې اوس مهال د تمدن اصلي مخکښان او بانیان دي، هغوی ته خو دین اوس یوه فردي او شخصي معامله هم نه ښکاري، د هغوی شخصي اړیکه له هر ډول معنوي ارزښتونو او انګېرنو پاکه شوې ده.
د دین او سیاست د بېلتون او دین شخصي اړیکه بلل بیخي نامنطقي او باطله دعوه ده. دا خبره په ډېرو ساده ټکو کې هم ردېدلی شي. لومړی دا چې انسان ټولنیز مخلوق دی او ټولې کړنې یې له نورو سره په تعامل کې رامنځته کیږي. انسان کورنۍ، خېل، قوم، هیواد، ټولنه او.. لري. مانا دی ګوښی نه دی او داغلته ده چې دین ستا شخصي کړنو پورې نه منحصریږي. دین ستا د پښو له نوکونو د سر تر وېښتو هر څه در پوښلي. کړه وړه، نورو سره چلند، سوداګري، راکړه ورکړه، حتی د خوب، خوراک، ناسته پاسته او هر څه کې په لسګونو او سلګونو سپارښتنې درته لري.
د دین فطرت سیاست او حکومتولي ده. موږ وړاندې ویلي وو چې دین اصلا د همدې لپاره راغلی چې پر ټولنه حکومت وکړي، انسان د انسان له اسارت خلاص کړي، له خاورینې کرې د ظلم او وحشت لمنه ټوله او پر ځای یې عدل او امن پلی کړي.
انسانان په خپل ژوند کې حتمي یو ماورا ځواک او د هغه لوی قدرت لارښوونو ته اړ دی. همدغه وجه ده چې قادر ذات وخت په وخت د انسانانو د ټولنیز سمون په موخه رسولان راستولي دي. داسې ژوند چې په هغه کې دیني او سماوي انګېرنې او لارښوونې نه وي، ښایي تش حیوانیت وي. د نظام تنظیم او اداره کول یوازې د دین کار دی او دا به هېڅ انساني عقل ونه مني چې دین دې په ټولنه کې محکوم او حاکمیت دې له دین پرته نور څه وکړي.
تاسو که تېر قومونه وګورئ د دوی د اصلاح او عقیدوي ګډوډیو د مخنیوي په موخه به الله ج خپل رسول رالېږه او هغه ته به یو اساسي قانون (اسماني کتاب او..) هم ورکول، تر څو د دغو لارښوونو په مټ ټولنه رهبري کړي.
په تېر کې به چې کله هم د الله تعالی بندګانو فساد ته مخه کړه او په خپل کلي او کهول کې به یې ظلم او بې نظمي حاکمه کړه، نو خدای تعالی به ورته فورا یو نبي او خپل استازی راواستاوه؛ څو د خلکو ترمنځ عدل او امن قایم کړي. نو دلته په مطلقه توګه د دین او سیاست د جلاوالي پر نظریې د بطلان کرښه راکښل کېدی شي. موږ به یې لومړی له کلام الله مجید څو بېلګې راواخلو: الله تعالی خپل بنده او رسول داوود ع مخاطب کوي او ورته وایي. ژباړه: (( ای داووده! موږ ته په خپله ځمکه خلیفه(واکمن) ګرځولی یې. نو د خلکو ترمنځ پرېکړې په حق او نیاو سره کوه. د نفس او هوا پيروی مه کوه چې تا د الله ج له لارې وګرځوي. [ص سورت، ۲۶مه ګڼه ایه] له دې ایت شریف څخه دا په ډاګه کیږي چې د خدای نبي به د انسانانو ترمنځ د پرېکړو او سیاست چلونې صلاحیت لري او بیا رسول مخاطبیږي چې د خپل نفس به نه مني. مانا تاته یو څه درکړل شوي چې د هغو په رڼا کې به عدالت قایموې.
تاریخي شواهد دا په ډاګه کوي چې په ټولو پخوانیو امتونو او مهالونو کې حکومتونو مذهبي بڼه درلوده او د واک او چارو واګې یې د انبیاوو په لاسونو کې وې.
موږ په ډاګیزه توګه وایو چې دین فطرتا خدای تعالی پر ځمکه د حاکمیت لپاره پیدا کړی دی. مګر هغوی چې له دغې مسئلې ځان ناګاره کوي، اصلاْ د شیطان په لومو کې راګير دي.
د دین او سیاست د یووالي او تړون اړوند ګڼو نامسلمانو پوهانو هم اعتراف کړی دی. یوه مشهور فرانسوي فیلسوف ویلي: (( له شک پرته محمد(ص) د خپل دولت لپاره په زړه پورې سیاسي نظام جوړ کړی و.))
یو بل پوه وایي: (( د اسلام ستر پیغمبر (ص) په یوه وخت دیني او سیاسي چارې په غاړه درلودې او پر مخ یې بیولې.))
یو بل تن وایي: (( دا روښانه خبره ده چې اسلام یوازې مذهبي چارې او ارزښتونه نه دي بلکې د یوې مستقلې ټولنې، منظم حکومت او قوانینو لرونکی نظام دی. ))
اسلام یوازې عبادات او احکام نه دي. اسلام کورنی نظام دی، ټولنیز مسایل، حکومتولي، قانونونه، اقتصاد، نړیوالې اړیکې او هر څه ته واضح تعلمیات لري. له اسلامي او دیني حکومتونو پرته په وضعي قانونو جوړ حکومتونه په هېڅ ځای د اسلامي دولتونو ځایناستي نه شي جوړېدلی. د بشر په لاس جوړ شوي قانونوته کله هم د د الله ج له قانون سره نه شي برابرېدی. اسلامي قانون له بره رانازل شوی چې هېڅوک پکې د تحریف، تغییر او بدلون وړتیا نه لري او نه هم ټولنیز او مهالي اوښتون سره یې احکام بدلون کوي. قانون جوړول اصلاًد کایناتو د خالق چار دی او په دې کې انسان ته د هېڅ ډول لاسوهنې اجازه نشته. که نړۍ واقعا ًغواړي چې په دې خاورینه کره کې دې عدالت پلی شي، نو دا معما د اسلامي نظام په پیاده کولو سره کېدی شي.
په اسلام کې د هر چا حقونه مالوم دي، کوچنی ،زوړ، تور، سپین، عرب، عجم ته پکې ځای نشته. هو، اسلام بشپړ نړیوال نظام دی او په پلې کېدو سره یې نړۍ له شته ناورینونو ژغورل کېدلی شي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *