راپورونه

۱۴۰۲ د خبریالانو لپاره خوندي کال و

هر کال د کب ۲۷مه د خبریالانو کار او زیار ته د درنښت په موخه کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.
سږ کال هم د خبریال ملي ورځې او د خبریالانو له کار د درنښت په پار په کابل کې د افغانستان رسنیز بنسټ او ځینو دولتي رسنیو له لوري ونمانځل شوه.
که څه هم دا کال له امنیتي پلوه د افغان خبریالانو لپاره ښه او له مرګ ژوبلې خوندي کال وو خو د رسنیو لپاره د ځانګړي قانون خلا او اطلاعاتو د خبریالانو پر وخت نه لاسرسی هغه عمده ستونزې وې چې د دوی کار یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.
د افغانستان د رسنیز بنسټ ویاند د دغې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې اسلامي امارت دې د پروپاګند او اوازو د مخنیوي لپاره پر وخت خبریالانو ته اطلاعات په واک کې ورکړي.
ښاغلي فیضي دغه راز د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه څرګنده کړه: «د رسنیو او اطلاعاتو د لاسرسي قانون چې قندهار ته د تصویب لپاره استول شوی، توشیح شي او ټولو خبریالانو ته په لاس ورکړل شي تر څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي».
د شمشاد خبري شبکې د سیاسي خپرونو مسئول روح الله علیزي وویل، چې ختمېدونکی کال په امنیتي برخه کې د خبریالانو لپاره ډېر ښه و خو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم څه ناڅه محدودیت شته.
روح الله علیزي زیاته کړه، دا چې افغانستان له تودې جګړې راوتلی او دا مهال له رواني او سړې جګړې سره مخ دی، حکومت ته په کار دي چې په دې جګړه کې د بریا لپاره د رسنیو تر څنګ ودرېږي.
د هغه په وینا، دغې موخې ته د رسېدو لپاره دې اسلامي امارت اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه کړي او داسې فضا رامنځ ته کړي، چې خبریالان په هوسا ذهن خپل کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي علیزي وویل: «په افغانستان کې چې څوک له ننګونو سره سره دغه مسلک پر مخ وړي، همدوی د افغانستان واقعي خدمتګاران دي. افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې دوی کار له پامه نه غورځوي».
د افغانستان د خپلواکو رسنیو ټولنې مشر حجت الله مجددي د دغې ورځې په تړاو وویل، له مودو وروسته په داسې کال کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم یوازینی کال نمانځو، چې هیڅ خبریال ته په کې د خبریالۍ په لاره کې مرګ یا ژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په باور د اسلامي امارت په راتګ سره د رسنیو پر وړاندې د سرغړونې کمېسیون پیاوړی شو خو په وینا یې لا هم خپل ځای ته نه دی رسېدل او نوموړي هیله څرګنده کړه، چې هر څه ژر خپل ځای ته راوګرځي.
نوموړي وویل، که څه هم د کورنیو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په خپله اډانه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاستونه جوړ کړي خو بیا هم اطلاعاتو د نه لاسرسي په برخه کې شکایتونه شته او په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت دې یادې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او رسنیو او خبریالانو ته دې پر خپل وخت اطلاعات په لاس ورکړي.
د حیدر محمد نظري په نوم خبریال هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له شته ستونزو سر ټکوي او وايي، چې دوی په هغه ډول چې اړتیا یې ده، اطلاعات نه شي ترلاسه کولی.
هغه وویل، چې افغان خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، هغه ملي او نړیوال بنسټونه چې له خبریالانو د ملاتړ په نوم جوړ شوي د دوی ستونزو ته رسېدنه نه کوي.
د ده په وینا، ملي او نړیوال بنسټونه دې په واقعي ډول په معنوي او مادي برخو کې د افغان خبریالانو تر شا ودرېږي او د دوی ستونزو ته دې ورسېږي.
د یادولو وړ ده، چې یو شمېر افغان خبریالانو د دوی د حقونو د تر لاسه کولو لپاره یو غورځنګ په لاره اچولی او ادعا کوي، چې د خبریالانو د دفاع په نوم شته بنسټونه د دوی له نوم څخه په استفادې د ځان په ګټه
کار اخلي.
نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *