دینې لیکنېلیکنې

د شریعت بڼ په غوړېدو دی

زموږ ځوریدلي، کړیدلي او دردیدلي ملت دومره قربانۍ ورکړي چې د نړۍ په تاریخ کې یې بیلګه نه تر سترګو کیږي

لیکوال حقمل

زموږ ځوریدلي، کړیدلي او دردیدلي ملت دومره قربانۍ ورکړي چې د نړۍ په تاریخ کې یې بیلګه نه تر سترګو کیږي

په هغه ملت به څوک څرنګ پلیت کفري او طاغوتي نظامونه وروپتي چې خپل مالونه او ځانونه د اسلام او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره نذرانه کوي په هغه هېواد کې به څرنګ استعماري او استکباري ځواکونه د بریالیتوب هیله ولري چې هره پرښه او کاڼي یې د وطن د شهیدانو په وینو رنګ وي افغان مؤمین ملت هغه قهرمان او اتل ملت دی چې د تیرو څلورو لسیزو په لړ کې یې د شرقي او غربي ښکیلال کرو ځواکونو سره د جهاد او مقابلې په جریان کې په میلیونونو شهیدان او معلولین ورکړي او د یوې پيړۍ په لړ کې یې د دریوسترو امپراطوریو د ماتولو ویاړ را خپل کړ او په اسلامي اومت کې یې د جهاد جذبه راویښه کړه آزادي په تشو خبرونه حاصلیږي بلکه آزادي اخستیل کیږي ورکول کیږي نه هغه ملتونه هیڅکله آزادي نشي اخیستی چې د قربانۍ جذبه ونلري په کومو رګونو کې چې وینه وچه شي هلته بیا اوښکې  تویول هیڅ معنی نلري لله الحمد اوس چې مو په ګران او محبوب هېواد افغانستان کې د مجاهدینو د بې دریغه قربانیو په پایله کې د نړۍ ترټولو ستر فرغوني ځواک مات او مجاهدین سرلوړي واک ته ورسیدل نو پکارده چې په لمړی قدم کې د خپل کړیدلی ملت په زخمونو د مرهم پټۍ کیږدي د خپل ملت اعتماد او باور را خپل کړي د خپلو شهیدانو، یتیمانو، کونډو او بې سرپرسته کورنیو خیال وساتي شریعت هغه سپیڅلې کلیمه  او د ملت د غوښتو رساغږ دی چې افغان مؤمن، میړني او غیرتي ملت یې د نفاذ او حاکمیت لپاره خپل سرونه وشیندل او همدغه هدف ته د رسیدو لپاره یې د یرغلګرو د فولادي ټانکونو او طیارو سره د خپل وجود په  غوښو مقابله وکړه د شریعت په رڼا کې خپل کارونه سم اومخ ته یوسو چې پدې سره به زموږ د میلیونونو شهیدانو ارواح د خوښۍ احساس وکړي د ظلم، غصب دیکتاتورۍ او خپل سرۍ مخه به هم ونیول شي که شرعي نظام حاکم شي هیڅوک یې مخالفت نشي کولی شریعت یو داسی قانون دي چې هلته تور په سپین او سپین په تور فوقیت نلري شریعت کې هغه شخص فوقیت لري چې تر نورو زیاته تقوا لري شریعت کې د هر چا حقوق خوندي دي او هیڅوک یو په بل د تیری او ظلم حق نلري اوس د ټولني ترټولو غوره او معتبر قشر دیني علمای کراموته واک سپارل شوی هیله مندیو چې داسي اداره او چوکاټ جوړ کړي چې په هغې کې بیا هیڅوک د ناامنۍ او ویرې احساس ونکړی زموږ په پاکه او سپیڅلې خاوره کې دنیا بتي، خپل منځي، قومي، مذهبي او سمتي تعصبونو او جنګونو لرۍ پای ته ورسیږي داطمعه له همدوی نه کیدای شي او بس.

خپلې لیکنې ته په همدې ټپه دپای ټکی ږدم چې

د شریعت بڼ په غوړیدو دی!

خپلو منځو کې د وحدت ورکړۍ لاسونه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *