دینې لیکنېلیکنې

د حجاب په اړه مسلمانې خور ته د انعاماتو پیغام

مسلمانې خورې! کفار که رښتيا د ښځو د حقونو غمخوران وای، نن به د غرب ښځو مسلماني ښځي ته فرياد نه کولای، نن هغوی مسلماني ښځي ته داسي خطاب کوي: تاسي په غرب کي زموږ ژوند وګورۍ، زموږ سره د حيواناتو په رقم چلند کيږي، تاسي بختوري ياست، چي په اسلام کښي مو خپل انساني حقوق خوندي دي، مګر نور هم په اسلام منګولي ټينګي کړی، او اسلامي آرزښتونو ته ژمني پاته شی.

فرید احمد (مبارز)

مسلمانې خورې! کفار که رښتيا د ښځو د حقونو غمخوران وای، نن به د غرب ښځو مسلماني ښځي ته فرياد نه کولای، نن هغوی مسلماني ښځي ته داسي خطاب کوي: تاسي په غرب کي زموږ ژوند وګورۍ، زموږ سره د حيواناتو په رقم چلند کيږي، تاسي بختوري ياست، چي په اسلام کښي مو خپل انساني حقوق خوندي دي، مګر نور هم په اسلام منګولي ټينګي کړی، او اسلامي آرزښتونو ته ژمني پاته شی.

افريقايانو يو وخت ښځي د ځناورو سره يو شان ګڼلې او ددې لپاره چي دغه مفکورې ته د عمل جامه ورکړي، ښځي به يې د ځناورو سره يو ځای د مځکي قولبه کولو ته اړ ايستلې.

ولټر به ويل: زما ښځه انسان ده، مګر عيب په کښی دا دی، چي ښځه ده. چينايانو به ښځي د مړي سره ځکه یو ځای ښخولې، چي په قبر کي د مړي خدمت وکړي.

تر ميلاد مخکي په دې اړه یو کنفرانس دایر شو، چي ښځه انسان ده، که یا؟ فيصله پر دې وشوه: ښځه انسان ده، مګر د سړي د خدمت لپاره پيدا شوې ده. هندوانو به ښځه د خاوند سره په اور کي يو ځای ځکه سوځله، چي د مرګه وروسته د چا لاس ورباندي ونه لګيږي.

پياوړې انګليسي ليکواله اني رود وايي: دا چي زموږ لوڼي په خپلو کورونو کي کښېني او د خدمتګارو په څیر دنده سر ته ورسوي، تر دې ډیره ورته غوره ده، چي کمپنيو او شرکتونو ته ورشي او هلته يې د حيا او عفت پړونی څيرې شي! کاش چي زموږ هيوادونه هم اسلامي هيوادونو ته ورته وای، چیري چي يوې ښځي ته د مور، خور، مېرمن او لور په سترګه کتل کيږي.

د ۱۹۹۶م کال د نومبر د مياشتي په پنځلسمه د احرار مجلې په يو مضمون کي راغلي وه: په کال ۱۹۳۲م کي د ترکيې جمهوريت ورځپاڼي د ښکلا د ملکې لومړۍ سيالي اعلان کړه، چي کريمان خالص نومي ترکۍ مسلمانه پیغله يې د ترکيې د ښکلا ملکه انتخاب کړه، په همدې کال کريمان خالص بلجيم ته ولاړه، تر څو هلته د نړۍ د ښکلا په سيالۍ کي ګډون وکړي. دا سيالۍ د بلجيم د سپا (Spaa) په ښار کي په لار اچول شوي وې، څو د نړۍ په سطحه د ښکلا ملکه وټاکي، په دې سيالۍ کي د اته ويشتو (۲۸) هيوادونو پیغلو ګډون کړی وو، چي د لومړي ځل لپاره يوې مسلماني پيغلي کريمان خالص هم حضور په کښي درلود.

د مسابقې ټولو ګډون کوونکو پیغلو خپل بدنونه د مجلس حاضرينو ته ور وښودل، په دې وخت کي د پریکړه کوونکي ډلي مشر په تلوار سره ولاړ شو، تر څو کريمان خالص د ښکلا د مسابقې ګټونکې اعلان کړي.

د مجلس مشر د مجلس ګډون کوونکو ته داسي وويل: د ټولني درنو غړيو! نن ټوله اروپا د نصرانيت د برياليتوب جشن لمانځي، هغه اسلام چي څوارلس سوه (۱۴۰۰) کاله يې پر نړۍ واک چلاوو، نن پای ته ورسیدی. د ترکيې د ښکلا ملکه کريمان خالص هغه انجلۍ ده، چي لارو کوڅو ته نه راوتله، د پنجرې يا کړکۍ د شا څخه به يې خلک ليدل. نن زموږ په وړاندي ولاړه ده او د اوسنۍ مسلماني مېرمن نمونه ده.

خبر اوسئ! کريمان خالص د هغي سخت دريځي مسلماني مېرمن لمسۍ ده، چي ځان به يې د خلکو د سترګو څخه پټ ساتی اوس زموږ په وړاندي په يوه شورت کي ولاړه ده(!) موږ بايد اعتراف وکړو، چي دا پیغله زموږ د برياليتوب تاج دی او هغه د ښکلا د ملکې په صفت نړۍ ته ورپیژنو. معلومه خبره ده چي دا ددې سيالۍ د ټولو ګډون کوونکو څخه ښکلې نه ده، مګر دا زموږ لپاره مهمه نه ده، سږ کال موږ انتخاب نه کوو، بلکي هغه څوک د ښکلا د ملکې په صفت ټاکو، چي پر اسلام باندي د مسيحيت د بري سبب شوې ده(!).

د ترکيې د عثماني خلافت خليفه سلطان سليمان القانوني د فرانسې د سرحد سره چي د ترکيې د خلافت پولي د فرانسې سره لګیدلي وې، تیریدی چي د فرانسويانو ګډا او نڅايې وليده، نو ډیر په غوسه شو، فوراً يې امر وکړ: دغه ګډا او نڅا باید بنده شي. د عثماني خلافت پولو ته نږدې يې ګډیدل او نڅا بنده کړه، سلطان ویل: هسي نه چي د ترکيې ښارونو ته سرايت وکړي او پر مسلمانانو اغیزه وکړي.

اوس د همغه عثماني خلافت د مسلمان پادشا سلطان سليمان القانوني لمسۍ ستاسو په مخ کي ولاړه ده او ماسیوا د يوه شورت څخه يې پر بدن نوره هيڅ جامه نشته(!) دا زموږ څخه غواړي چي موږ هغې ته وګورو او د هغې بدن خوښ کړو، موږ هغه خوښه کړه او هغې خپل ځان موږ ته وسپاره، نن موږ د ترکيې د ښکلا ملکه د نړۍ د ښکلا ملکه ټاکو، په دې اُمید چي د ټولو مسلمانو پيغلو راتلونکی زموږ په اراده حرکت وکړي او زموږ په لاس کي وي، نو د شرابو جامونه د اروپا د برياليتوب په احترام پورته کړئ.

مسلماني خوري! کفار ښځو ته دا ډول حقوق ورکوي، مګر اسلام بيا تاسي ته داسي احترام لري، چي يو وخت په صفا او مروا کي يوې ښځي تګ کړی دی، تر قيامته پوري به د هغې ښځي د احترام په خاطر هر کال خلک په هغه ځای کي تګ کوي.

په حجاب سره ښځي د ضرره محفوظي شي، يعني که حجاب مراعات نه شي او ښځي لڅ مخي وي، نو پر دوی به خلک د فاحشو ښځو ګمان وکړي، بيا به د شهوت پرستو خلکو د خوا پر دوی تعرض وشي.

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) تر ازواج مطهراتو به کومه ښځه پاکه وي؟ مګر هغوی هم د حجاب امر ته غاړه کښیښوده.

ام سلمه (رضي الله عنها) وايي: کله چي به موږ لمونځ اداء کړ، نو تر هغه وخته پوري به رسول الله (صلی الله عليه وسلم) او صحابه کرام د مسجد څخه نه ووتل، څو چي د دوی به یقین شو، چي اوس اخرينۍ ښځه کور ته ورسیدله، ددې لپاره چي د نارينه وو او ښځو تر منځ اختلاط را نه شي.

عبد الله ابن عمر (رضي الله عنه) به ويل: په مسجد کي به يوه دروازه د ښځو لپاره خاصه کړو، چي يوازي به ښځي مسجد ته په کښي داخليږي، بیا داسي وشه، او تر اوسه پوري هغه دروازه په (باب النساء) سره شهرت لري.

حضرت نافع (رضي الله عنه) وايي: ابن عمر (رضي الله عنه) بیا تر مرګه پوري په هغه دروازه نه دی ننوتلی، چي د ښځو لپاره خاصه شوې وه.

مسلماني خورې! دا ټول اثار مي ستا د تسليت لپاره رانقل کړ، چي څوارلس سوه (۱۴۰۰) کاله پخوا پاکو بيبيانو ته دا حکم شوی وو، نو اوس د فتنو په دې زمانه کي به څنګه ته تر دې حکم نه لاندي کيږي؟

حجاب د الله سبحانه وتعالی حکم دی، ښه په خوښه دې حکم ته غاړه کښيږده، د کفارو په شعارونو مه دوکه کيږه، هغوی ستا د بې حجابۍ او فحاشۍ کولو لپاره ميليونونه ډالر مصرف کړه، ستا د آزادۍ او عرياني لپاره د ډيرو لارو څخه کار اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *