افغانستان
د طبیعي پېښو له امله ۴۲ تنه مړه شوي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله ۴۲ کسان مړه شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي. د دې وزارت ویاند په یوې ویډیو کې ویلي، دغو کسانو ته په کاپیسا، میدان وردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست، دایکنډي او ننګرهار ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې ده. نوموړی وايي، پهدې مهال کې د طبیعي پېښو له کبله ۳۴۱ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او همداراز ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه، میوه لرونکي بڼونه او ۱۳۵۴ څاروي هم له منځه تللي دي.