افغانستان

د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۲۸ زره ټنه انتقالات شوي

په تېره میاشت کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۴۲۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۴۲۷ زره ۵۹۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۳۰۷۰ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او نور توکي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *