افغانستان

د عالیقدر امیرالمؤمنین د بښنې فرمان له مخې ۲۴۶۰ تنه د هېواد له زندانونو آزاد شول

شریعت: د افغانستان سترې محکمې د نېکمرغه کوچني اختر او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د هېواد په کچه د زرګونه بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان سترې محکمې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د بښنې فرمان له مخې او د رياست الوزرا د لارښوونې او د سترې محکمې د قاضي القضات د حکم پر اساس د هېواد له بېلا بېلو زندانونو څخه ۲ زره ۴۶۰ تنه له بند څخه ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه
شول.
په خبرپاڼه کې همدرانګه ویل شوي، چې د ۴۷۱ نورو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.
د سرچینې د مالوماته له مخې د سترې محکمې د ۶/۹/۱۴۴۴ نېټې د دوهمې پرېکړې له مخې د هېواد په کچه د بې سرنوشته او عفوې مستحقو زندانیانو د مالومولو په موخه بېلا بېل پلاوي ټاکل شوي وو، چې د یادو پلاوو تر هر اړخېزې اروزنې وروسته یاد شمېر کسان د ازادېدو او د بند په موه کې د تخفیف ورکولو مستحق وپېژندل شول.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې پر وخت د بندیانو د دوسیو څېړنې او له هغوی سره د ښه سلوک ډاډ ورکړی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *