دینې لیکنې

د مسلمان پاچا حقوق اوومه برخه

پر رعيت باندې د مسلمان پاچا اووم حق دا دی چې رعيت بايد د خپل پاچا په وړاندې صبر او زغم ولري، په دې معنی سره چې کله له خپل پاچا څخه د خپلې غوښتنې خلاف کوم شی ويني ژر دې غبرګون نه ښکاره کوي او د خپل پاچا پر ضد دې تبليغات او پاڅونونه نه کوي.
په حديث شريف کې راځي: عن ابن عباس يرويه عن النبي (ص) قال: من رأی من أميره شيئا يكرهه فليصبر فإنه ما أحد يفارق الجماعة شبرا فيموت إلا مات ميتة جاهلية.[مسند احمد۲۷۰۲] ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: څوک چې د خپل امير څخه داسې شی وويني چې بد يې ورڅخه راځي نو صبر دې وکړي ځکه هېڅوک داسې نه دي چې د مسلمانانو له ډلې يوه لوېشت جلا شي او مړ شي مګر دا چې دی پر مرګ د جاهليت مړ کېږي.
دا معلومه خبره ده چې مسلمان پاچا د خپل ولس د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره هڅې کوي، خو په دې خاطر چې پاچا هم انسان دی او معصوم نه دی ممکن ځينې تېروتنې ورڅخه وشي چې ولس يې بايد وزغمي او په تمامه معنی په اصلاحاتو کې مرسته ورسره وکړي او بله خبره دا ده چې د خدماتو په تناسب په ولس کې د وګړو خوشحالي يو متفاوت نسبي حالت دی چې ځينې په يو شي خوشحاله کېږي، ځينې په بل شي خوشحاله کېږي او ځينې بيا په بل شي خوشحاله کېږي ځکه نو په اقتدار کې د هر فرد رضايت شرط نه دی بلکې د شريعت نافذ، تر خپله وسه امنيت راوستل، اقتصاد پياوړی کول، د تعليم او تعلم زمينه برابرول، هېواد مستقل ساتل او په هر اړخيز ډول د خدماتو عرضه کول مهم دي.
او که بالفرض موږ له پاچا څخه په ښکاره ډول تبعيض هم ووينو بيا هم زموږ لپاره دا نه رواکېږي چې له خپل پاچا خوا بده کړو يا يې پر ضد تبليغات وکړو ځکه د پاچا مسئوليت د ټول هېواد په کچه دی د هر چا اړتيا او استعداد ورته معلومېږي،نو که کوم څوک د وظيفې يا مرستې لپاره انتخابوي هغه کې ارومرو کوم حکمت او مصلحت په پام کې نيسي، که د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت مطالعه کړو دا به راته ثابته شي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو کسانو ته وظيفې ورکولې ځينو ته يې بيا نه ورکولې، له ځينو سره يې مالي مرسته کوله او له ځينو سره يې بيا نه کوله لکه په بخاري شريف کې چې د انس بن مالک رضي الله په حديث کې راځي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هوازن مالونه راوړل شول رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو قريشو ته سل اوښان ورکړه، نو ځينو انصارو وويل: الله تعالی دې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بښه وکړي قريشو ته مالونه ورکوي،خو موږ يې پرېښودلو په داسې حال کې،چې زموږ تر تورو ويني توئيږي؛ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی په خبرو خبر شو نو يې دوی ټول سره راټول کړل او ورته ويې ويل: زه ځينو هغو کسانو ته يو شی ورکوم چې تازه له کفر څخه بېل شوي وي، آيا تاسې په دې نه خوشحاله کېږئ چې خلک مالونه يوسي او تاسې خپلو کورونو ته له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ولاړ شي؟ زما دې په الله قسم وي کوم شی چې تاسې يې له ځانه سره وړی هغه ډېر ښه دي تر هغه شي چې دوی يې له ځانه سره وړي، انصارو وويل: يا رسول الله موږ خوشحاله يو؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تاسې به زما وروسته پر ځان سخت غوراوی ووينئ نو صبر وکړئ تر څو د الله او د هغه له رسول سره پر حوض ملاقات کوي.[صحيح البخاري۳۱۴۷] د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې دی فرمايي: نَهَانَا كُبَرَاؤُنَا مِنْ أَصْحَابِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَا تَسُبُّوا أُمَرَاءَكُمْ وَلَا تَغُشُّوهُمْ، وَلَا تَعْصُوهُمْ، وَاتَّقُوا اللهَ وَاصْبِرُوا، فَإِنَّ الْأَمْرَ إِلَى قَرِيبٍ.[شعب الايمان۷۱۱۷] ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ملګرو څخه زموږ مشرانو موږ منع کړي يو او راته ويلي يې دي: خپلو واکمنانو ته ښکنځل مه کوئ، هغوی ته دوکه مه ورکوئ، د هغوی نافرماني مه کوئ او له الله څخه و وېرېږئ او صبر وکړئ، ځکه خبره نژدې ده.
ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: إياكم ولعن الولاة، فإن لعنهم الحالقة، وبغضهم العاقرة. قيل: يا أبا الدرداء، فكيف نصنع إذا رأينا منهم ما لا نحب؟ قال: اصبروا، فإن الله إذا رأى ذلك منهم حبسهم عنكم بالموت.[السنة لابن أبي عاصم848] ژباړه: ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: ځانونه پر خپلو مشرانو له لعنت ويلو وساتئ ځکه پر دوی لعنت ويل بربادي ده، چا وويل: نو موږ به څنګه وکړو که موږ هغه څه وګورو چې موږ يې له دوی څخه نه خوښوو ای ابو الدرداء؟ ابوالدرداء رضي الله عنه وويل: صبر وکړه، ځکه که الله تعالی له دوی څخه دا وليدل، نو هغه به د مرګ په واسطه له تاسې منع کړي.
همداسې ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: وإن أول نفاق المرء طعنه على إمامه.[التمهيد لما في الموطأ من المعاني والأسانيد ج21 ص287] ژباړه: د انسان لومړنی نفاق دا دی چې پر خپل امام او پاچا باندي بد وايي.
همداسې ابو اسحاق فرمايي: ما سب قوم أميرهم إلا حرموا خيره.[ التمهيد لما في الموطأ من المعاني والأسانيد ج21 ص287] ژباړه: هېڅ قوم خپل امير ته ښکنځل نه دي کړي مګر دا چې دوی يې له خير څخه محروم شوي دي.
يعنې خپل مسلمان امير او پاچا ته ښکنځل کول د دې سبب جوړېږي چې انسان دې د هغه له خير او ښيګڼې محروم شي.

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *