کالمونه

برېښناليک! طنز

دکمپيوتر يو شرکت د تشنابونو د پاکولو لپاره يو بست اعلان کړ، يو غريب سړی په دغه بست مقرر شو خو ورته وويل شول چې برېښناليک راکړه چې بيا درسره تماس وکړو، سړي ورته وويل: نه برېښناليک لرم، نه کمپيوټر لرم او نه له انټرنيټ سره آشنا يم؛ ياد شرکت ورته وويل چې برېښناليک نه لرې نو دلته دنده هم نه شې اجرا کولی، سړی ناهيلی له شرکته راووت.
په لاره يې وکتل چې ځمکنی توت (ګروس) خرڅېږي، د ده ټوله سرمايه لس ډالره وه نور يې هېڅ نه درلودل، په ټولو يې ځمکني توت واخيستل او کور په کور يې د خرڅولو لپاره هره دروازه ټکوله، تر ماښامه يې شل ډالر ګټلي وو، پر سبا يې د هغې څخه زيات واخيستل او دغه لړئ يې جاري وساتله، بيا يې د نورو خوراکي توکو په رانيولو او خرڅولو پيل وکړ، تر دې چې په پنځو کلونو کې د خوراکي موادو د يو لوی شرکت څښتن شو.
د خپل شرکت د راتلونکې د خوندي کولو لپاره يې د خپل ښار د تضمين (انشورنس) له يوې کمپنۍ سره د خپل شرکت د ثبتولو فيصله وکړه، کله چې هلته ورغی او د ثبتولو کار يې پيل کړ، هغوی ترې د برېښناليک غوښتنه وکړه، ده ورته وويل چې برېښناليک نه لرم، د کمپنۍ رئيس ورته وويل دا څنګه کېدای شي چې د خوراکي توکو دومره لوی شرکت لرې او برېښناليک نه لرې, سړي ورته وويل: که برېښناليک مې درلودی نو اوس به مې تشنابونه پاکول.

عبدالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close