کالمونهلیکنې

د کندوز فاجعه، که دویمه یمامه؟

مدرسه د علم او پوهې ځای دی، همدلته د معرفت ډیوې بلېږي، د مدرسې له غېږې اسلامي ټولنې ته په پوهه او اخلاقو سمبال ځوانان وړاندې کېږي، د مدرسو سرچینه آن له صفې پیلېږي، صفه د مسجد نبوي تر څنګ هغه څپره وه چې د اسلام د ستر پیغمبر ملګري به د دین د زده کړې په موخه همدلته راټول وو، دوی د دنیوي ژوند سره خدای پاماني کړې وه او ټول ژوند یې د اسلام د اشاعت لپاره وقف کړی و، لله الحمد اوسمهال په څوارلسمه صدۍ کې هم د اصحاب الصفه لار پالل کېږي او مدرسې تاندې دي؛ هلته هم د نبوي ګلبڼ ګلان د ظالمانو له حملو په امن نه وو ډېری وخت به د شهادت له کاروان سره مل شول لکه د یمامې په ستره معرکه کې؛ يمامه داسلامي تاريخ يوه له سترو معرکو څخه ده. مسيلمه کذاب چې د نبوت دروغجنه دعوه يې کړې وه له ډېر لوی لښکر سره د مسلمانانو په وړاندې ديمامه ميدان ته راوتلی و الله تعالی مسلمانانو ته فتحه ورکړه او مسيلمه په دې جنګ کې هلاک شو.
په دې جګړه کې په سلګونو حفاظ او قاريان شهيدان شول او په نتيجه کې يې د قرآن کريم دجمع کولو عظيم الشانه کارنامه سر ته ورسېدله. کله چې د يمامه په جنګ کې حفاظ قران کريم او قراء شهيدان شول نو حضرت عمر رضی الله علنه حضرت ابوبکر رضي الله عنه ته راغی او ورته يې وويل چې ډير حافظان شهيدان شول که دا سلسله همداسې جاري وه نو داسې نه چې قرآن کريم د حافظانو په سينو کې قبرونو ته ښکته شي کاشکې مو دا قرآن کريم جمع کړی وای چې حضرت ابوبکررضی الله عنه زيد بن ثابت رضی الله عنه ته دنده وسپارله چې قرآن راټول کړه او سره يو ځای يې کړه هغه و چې قرآن کريم د لومړي ځل لپاره جمع شو.
دلته هم د علم ګلبڼونه په امن نه وو دوی د وخت د فرعوني لښکرو له خوا تر حملو لاندې راغلي او په شهادت رسېدلي، د هېواد په ډېرو ولایاتو کې د ناټو تر چتر لاندې راغلیو د بشریت تش په نوم مدعیانو له لوري په ګڼو مدارسو شپني عملیات او بمباردونه تر سره شول او ګڼ طالبان او حافظان په کې په شهادت ورسېدل چې له ټولو لویه فاجعه د کندوز ولایت د هاشمیه مدرسې وه چې د۱۳۹۷هـ ش کال د حمل په ۲۲ مه نېټه یې د دستاربندۍ محفل د خپل برید هدف وګرځولو. په کندوز کې د حافظانو او علماوو د دستاربندۍ مراسم پيل و چې د وخت فرعوني لښکرو دخپل چاپلوسانو په ملتيا ورباندې بمبارد پيل کړ او لسګونه تنکي حافظان او علماء يې شهيدان کړل په داسې حال کې چې لاسونو کې یې سندونه او په غاړه یې د دستار بندۍ هارونه پراته وو، په دوی داسې مهال درانه بمونه غورځېدل چې د الله تعالی د سپېڅلي کتاب د تنکیو حافظانو مبارکو سینو تازه د سپېڅلي کلام د حفظ غوټۍ سپړلې وه د دوی سینې په مرمیو غلبیل شوې او هغه نوراني څېرې چې تازه یې تربیت په قال الله او قال الرسول شوی و او د اسلامي ټولنې د امیدونو سترګې د دوی په لور کږې وي د فاسفورس په بمونو وریت کړل.
د خوښۍ دا مراسم په څو شېبو کې د نړۍ د سړي خورو له لوري په غم واوښتل او د حافظانو سپین پټکي په وینو سره شول، هر طرف د مبارکو حافظانو غوښې پرتې او د الله تعالی سپېڅلی کلام د دوی په وینو رنګ و، تابه ویل یو ځل بیا عثمان شهید شوی او قران یې څنګ ته پروت دی، د حافظانو او علماءکرامو د میندو ارمانونه له خاورو سره مل ول، دوی هغه هارونه چې د خپل زړه د ټوټې لپاره یې لاس کې نیولي و د دوی په کفن هوار کړل، د فارغینو سپن پټکي کفنونه او د دستار هارونه په کفن هوار شول.
انا لله و انا الیه راجعون
د په وینا په دغه بمارد کې آن تر ۱۷۰ پورې حافظان، علماءکرام او غونډې ته راغلي عام مسلمان په شهادت ورسېدل؟
هلته که یمامه کې د حفاظ کرامو شهادت د قران کریم د جمعه کیدو سبب شو دلته بیا لوی رب د همدې تنکیو حافظانو له وینو رود نیل جوړ کړ او د وخت فرعون په کې هلاک شو، د دې سپېڅلو شهادتو په وینو کې لوی رب فتحه نغښتې وه او دا دې اوس مو هېواد د بشپړ اسلامي نظام څخه برخمن دی.
د چاپې سهار دویم ټوک ١٩٤ مخ

لیکوال: ضیاءالحق حسان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *