دینې لیکنېلیکنې

د رمضان ۲۱مه او ۲۲ مه؛ د تاريخ له پاڼو

١- د عثمان الأول وفات
عثمان الأول د أرطغرل زوی چې د عثماني خلافت بنسټګر دی، په ٦٥٦هـ کال کې وزیږېدو او په ٧٢٦هـ د رمضان په یوویشتمه ورځ وفات شو. په کوم کال چې بغداد د مغولو په لاس سقوط شو، د هلاکو په مشري بې شمېره بوډاګان، میرمنې او ماشومان شهيدان شو، ښارونه او مساجد ونړېده او وروستی عباسي خلیفه ووژل شو؛ په همغه کال الله تعالی عثمان الأول پيدا کړ چې بيرته يې خلافت را ژوندی کړ. نوموړي به له بې وزلو کسانو سره مرسته کوله او د ډیرې سخا په نتیجه کې، له مرګه وروسته یې تر شا يوازي یو آس، توره او زغره په میراث پرېښوده.
٢_ دشيخ فرحان السعدي شهادت
په فلسطين کې د مسلحو ځواکونو زړور قومندان شیخ فرحان السعدي په ۱۸۶۰م کې د فلسطین شمال طرف ته په «المزار» کلي کې وزیږېد او کله چې فلسطين د بريتانيا له لوري اشغال شو، نو نوموړی د اشغال پر وړاندې د مجاهدینو رهبر و او د بریتانوي او صهیونیستي ځواکونو پرضد د سترو معرکو برخوال و، د بريتانوي ځواکونو لخوا له نيول کیدو وروسته درې کاله بندي شو، کله چې له بنده خوشى شو، د شيخ عز الدين القسام جهادي تنظیم کې یې ګډون وکړ، د هغه له شهادت وروسته یې د ډېرو بريمنو عملیاتو مشري وکړه. کله چې بريتانوي يرغلګرو له کوره ژوندی يووړ، له زیاتو شکنجو وروسته محکمې پرې د اعدام پریکړه وکړه چې بالآخره د رمضان په یوویشتمه ورځ په داسې حال کې چې روژه یې په خوله وه، دار ته پورته شو او خپل روح يې خالق لایزال ته وسپارل او په شهادت سره يې ټول فلسطين غمګين شو.
په دوه ويشتمه
١_ په ٢٧٧هـ کال د رمضان په دوه ويشتمه په اندلس کې اتم اموي واکمن عبدالرحمن الناصر وزیږېد چې د خلافت په ٥٠ کلنه دوره کې يې اندلس د علم او ثقافت په ډګر کې ډېر پرمختگ وکړ.
٢_ په ١٣٣٦هـ کال د رمضان په دوه ويشتمه د هند په بمبيي ښار کې د اسلام ستر داعي شيخ أحمد ديدات رح وزيږيده، له هغه وروسته يې پلار سره له نوري کورنۍ جنوبي افريقا ته لاړ، هلته نوموړی له عیسوي مبلغينو سره د مناظرو له امله خورا مشهوره شو او په لاس يې زيات شمېر کسان مسلمانان شو. اسلام ته د دعوت په لاره کې یې ډیرې هڅې وکړي او دغې لارې ته يې ډېر خلک تشويق کړل. نوموړی د ٨٧ کالو په عمر په جنوبي افريقا کې وفات شو.
٣_ د هجرت په لومړي کال د رمضان په دوه ويشتمه رسول الله ﷺ د ځينو اهدافو په موخه د سريو ليږلو لړۍ پيل کړه، چې یوه ترې «عیث» ته د حمزه رض په مشري او بله د کعب بن اشرف وژلو ته د محمد بن سلمه رض په مشري سريه وه.
٤_د رمضان په دوه ويشتمه عمیر بن عدي رض شپې مهال په پټه توګه لاړ او د «عصماء» په نامه هغه يهودۍ ښځه يې په خپل کور کې ووژله چې رسول الله ﷺ ته به يې د شعر په ژبه سپک الفاظ کارول، اسلام به يې غندل او مسلمانانو ته به يې ضرر رساوه.
٥_ د رمضان په دوه ويشتمه د حنفي فقهي لوی عالم د (ملتقی الابحر) لیکول إبراهيم الحلبي د خراسان یا بلخ په آستانه نومي کلي کې وفات شو، نوموړی د سوریې په حلب ښار کې زیږېدلی و او په خپل وخت کې د عثماني خلافت واکمنانو او قاضيانو ورباندې ډېر باور درلود.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *