دینې لیکنېلیکنې

د مسـلمـانانو پـرمخـتـګ ته کـتنـه

أموي او عباسي دورونه
د امويانو په دور کې هم د فتوحاتو سلسله روانه وه، عقبة بن نافع په (۶۸۳م) کې الجزائر او مراکش فتح کړل، د لومړني وليد په دور (۱۵-۷۰۵م) کې قتيبة بن مسلم ټوله منځنۍ اسيا تر کاشغر(چين) پورې د واک لاندې راوستله، په دې اسلامي دور کې محمد بن قاسم د هندوستان بلوچستان، سندهـ او ملتانه پورې سيمه د اسلامي حکومت خاوره وګرځوله.
د هشام(۷۶۳م) په دور کې مسلمانانو په اسيا کې د سينا له دښتو د منګوليا تر ځنګلونو سيمه لاندې کړه، په دې دور کې مسلمانانو د اروپا لويه وچه کې هسپانيا او پرتګال فتح کړل، په اموي او عباسي دور کې د کوچنۍ اسيا ډېره برخه د مسلمانانو تر واک لاندې وه.
مشهور غربي تاريخپوه (کيرن آرم سټرانګ) ليکي:
«په اوومه او اتمه پېړۍ کې عرب مسلمانان د يو نړۍ وال ځواک په څېر رادبره شول» همدا لامل دی چې د اتمې پېړۍ په پيل کې دا پوښتنه راپورته شوه چې داسې کوم ځواک شته چې د مسلمانانو سره ډغره ووهي؟
هسپانيا
مشهور مسلمان سپه سالار طارق بن زياد (۷۱۱م) کې د اووه زره مجاهدينو په ملتيا د هسپانيې فتحه کولو ته لاړل، نوموړي د (۷۱۱م) اپرېل په اتمه د سمندري لارې نه جبل طارق ته ورسېد، ښکته کېدو سره سم يې د سمندر په غاړه کښتۍ وسوځولې او د بېرته ستنېدو ټولې لارې يې وتړلې، په نړۍ کې د دې سرښندنې بله بېلګه نه ليدل کېږي، د مجاهدينو پر وړاندې يې له ولولو ډکه خطبه وکړه ويې ويل: موږ لپاره د بېرته تګ لارې بندې دي، اوس به یا بری مومو او يا به د الله په لار کې شهيدانېږو.
د هسپانيې پاچا (راډرک) د مسلمانانو مقابلې ته راغی، اته ورځې د خونړۍ جګړې وروسته بالاخره دښمن ماتې وخوړه او راډرک وتښتېد، له دې وروسته مسلمانان مخ پر وړاندې روان وو تر دې چې د څلورو کلونو په موده کې په ټوله هسپانيا د مسلمانانو واک راغی.
د هسپانيا فتح او اسلامي حکومت جوړول يوه داسې تاريخي پېښه ده چې اروپا يې له سياسي، اقتصادي او تمدني شاتګ نه راوويستله او يو نوی فکر يې ورته ورکړ، په هسپانيا مسلمانانو اته سوه کاله پاچاهي وکړه، په دې دور کې د مشهورو پاچاهانو له ډلې عبدالرحمن اوّل، هشام اول، حکم اوّل، عبدالرحمن ثاني، محمد اول، منذر بن محمد اول، عبدالرحمن ثالث، حکم ثاني او منصور شامل ؤ، د هسپانيا وروستنی پاچا ابو عبدالله ؤ.
د نړۍ هر تاريخپوه دا مني چې مسلمانان اروپا ته داسې مهال راغلل چې اروپا د جهالت په تورتمونو کې ډوبه وه، (هسپانيا د اروپا يو هېواد دی) هلته نه کوم عالم ؤ، نه ډاکټر او نه ساينسپوه، د مسلمانانو له راتګ سره د دې هېواد بخت بيدار شو، دوی هر لور ته د پوهې او هنر څراغونه روښانه کړل، د درمل جوړولو ادارې يې پرانيستې، صنعت او تجارت يې وده وکړه او کرنه کې يې حيرانوونکي پرمختګونه راغلل.
مسلمانانو د هسپانيا په لويو ښارونو کې پوهنتونونه پرانيستل، د پوهنتونو سره يې ستر، ستر کتابتونونه جوړ کړل چې په لکونو کتابونه په کې پراته وو او عالمانو به ترې ګټه پورته کوله، د مسلمانانو واکمنۍ پر مهال هسپانيا کې په نړيواله کچه بې شمېره علماء، پوهان، ډاکټران او سائنسدانان پيدا شول چې بېلګه يې په ټوله اروپا کې نه موندل کېده.
د مسلمانانو واکمنۍ کې هسپانيا د اروپا تر ټولو پرمختللی هېواد ؤ، پوهنتونونو يې تر لرې لرې پورې د علم رڼا خپروله، له ټولې اروپا به محصلين د علمي تندې خړوبولو لپاره هسپانيا ته راتلل، له هسپانيا څخه ساينس او نور علوم اروپا ته انتقال شول چې وروسته بيا د اروپا د بې سارې پرمختګ سبب شو.
په (۱۴۹۲م) کې چې کله هسپانيا کې د مسلمانانو واکمني پای ته ورسېده د هغه ځای نويو عيسوي واکمنانو له دې ويرې چې مسلمانان بيا ځلې ځواکمن نه شي، بې شمېره مسلمانان يې شهيدان کړل، ډېر يې جبراً عيسويان کړل او پاتې نور يې له هسپانيا څخه وويستل تر دې چې هلته يو مسلمان هم پاتې نه شو.
هندوستان
مکران د عمرفاروق رض په دور کې فتح شو، نوموړي مسلمانان له مخکې تګ نه منع کړل، د وليد اوّل(۱۵- ۷۰۵م) په دور کې محمد بن قاسم د مکران والي شو، نوموړي په مکران له واک ټينګولو وروسته مخکې تګ پيل کړ، لومړی يې ارمن بيله ورپسې ديبل فتحه کړل، (۷۱۲م) کې محمد بن قاسم (راجه داهر) ته عبرتناکه ماته ورکړه او مخکې لاړ، يو په بل پسې يې ښارونه فتحه کړل، تردې چې د ټول سندهـ له نيولو وروسته يې ملتان هم فتحه کړ، په همدې ډول دا ټوله سيمه د اسلامي واکمنۍ برخه وګرځېده، په هندوستان کې لومړنۍ اسلامي سيمه وجود ته راغله.
سلطان محمود غزنوي (۹۷۱- ۱۰۳۰م) د افغانستان او خراسان پاچا ؤ، نوموړي په هندوستان (۱۷) بريدونه وکړل او هر ځل يې هندوان له شرمناکې ماتې سره مخ کړل، (۱۰۲۱م) کې نوموړي پنجاب په خپله واکمنۍ کې راوست، لاهور يې پلازمېنه وه، په همدې ډول محمود غزنوي په هندوستان د مسلمانانو خپلواک حکومت ته لار پرانيسته.
شهاب الدين غوري په (۱۱۹۲م) کې د دهلي نيولو سره په هندوستان کې د يو خپلواکه اسلامي حکومت بنسټ کېښود، په غوري واکمنۍ کې اوسنی پاکستان، شمالي هندوستان، بِهار او بنګله دېش شامل ؤ، له غوري وروسته د هندوستان په مهمو واکمنانو کې قطب الدين ايبک، التمش، غياث الدين بلبن، علاؤ الدين خلجي، محمد تغلق، ابراهيم لودهي او شيرشاه سوري ؤ.
(۱۵۲۶م) کې بابر د مغلو خانداني واکمنۍ بنسټ کېښود، د مغلو واکمني په خپل وخت کې خورا ستره واکمني وه، له بابر وروسته همايون، اکبر، جهانګير، شاه جهان او اورنګزېب د مغلو واکمنۍ ستر واکمنان ؤ، اورنګزېب نه وروسته د مغلو واکمني په زوال شوه، وروستنی واکمن يې بهادرشاه ظفر ؤ، په (۱۸۵۷م) کې انګرېزانو پر دهلي قبضه وکړه او په هندوستان د مسلمانانو پاچاهي پای ته ورسېده، مسلمانانو په هندوستان زرکاله واکمني
وکړه.
د روم سمندرګي ټاپوګان
مسلمانانو په بېلا بېلو وختونو کې د روم سمندرګي ډېر ټاپوګان فتح کړل، تر ټولو لومړی يې (۶۵۳م) کې قبرص فتح کړ چې دا د عثمان رض دور ؤ، د معاويةرض په دور(۶۷۲م) کې روډس، (۸۲۵م) کې کريټ، (۸۲۷م) کې صقيلي، (۸۶۹م) کې مالټا، (۹۰۲م) کې بليارک او په (۱۰۱۵م) کې سارډينا فتح شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *