ټولنه اوکلتورلیکنې

د ښاروالیو له خوا ښاریانو ته د عامه خدمتونو میکانېزم

هېواد کې یو له مهمو او هغو خدماتي ادارو څخه چې خلک ورته ډېرې سترګې لري، هغه د ښاروالیو یا ښاري خدماتو وړاندې کوونکی اداري واحدونه دي، چې دنده یې د ښار ښکلا، نظافت او له نورو اداراتو سره په همغږي په ښار کې دننه د بنسټیزو پروژو مخته وړل دي.
دا چې په تېر کې دغه اداري واحدونه ښاریانو ته د چوپړونو پر ځای، تر ډېره د فساد، غصب او مالیاتو په نوم د خلکو د شوکونې او باجګیري مراکز وه او اداري کارمندانو یې یواځې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره کاري بستونه ډک کړي وه، نو هغه وه،چې کابل او نورو ولایتي ښارونو کې تر ډېره کارونه هم تر سره نه شول او د ښاري نظم او ښکلا په برخه کې هغه مهمې پروژې چې باید کار پرې شوی وای، د ا.ا.ا تر راتګ پورې معطل پاتې شوې.
خو بالمقابل، له کله چې نوی حکومت (ا.ا.ا) قائم شوی، د دغې ادارې مربوطه مسؤلین تر خپلې کاري لایحې هم څو قدمه مخته تللي او په مرکز او ولایاتو کې یې د خپلې بودیجې په محوطه کې ټول توان کړی چې خلکو ته ارزنده او با کیفیته اړین خدمات وړاندې کړي.
هو! ښاروالۍ اوس د بې ځایه باج اخیستنې، اختلاس او نورو درغلیو مراکز نه، بلکې په تېرو دوو کلنو کې یې د یوې داسې.ګ ادارې نوم خپل کړی، چې ګواکې په ښار کې د ټولو ارزښتمنو چوپړونو مخته وړونکې اداره همدغه ارګان دی؛ د مالیاتو راټولونې چارې یې د ځانګړي میکانیزم پر اساس، د منظم بانکي سیستم له لارې مخته ځي چې د درغلیو هیڅ امکان په کې نه تر سترګو کېږي او خپل مصارف هم د تر لاسه کېدونکو عوایدو پر ځای، د مالیې وزارت لخوا د ځانګړې منظورې شوې بودیجې څخه کوي.
دغه راز له همغږو دخیلو اداراتو سره په ګډه د پروژو په مخته وړلو او آن طرحه ریزي کې مشورې کوي او چارې یې د یوه شفاف میکانېزم پر اساس مخته وړل کېږي.
خو له دې ټولو سره سره یو لړ نورې داسې خبرې هم شته، که د یادو اداراتو مسؤلین ورته پاملرنه زیاته کړي، ممکن خدماتي بهیر یې پراخ او کاري چوپړونو یې هم اغېزمن رول لوبولی وي.
هغه وړاندیزونه او خبرې چې زه یې د یوه ځوان په صفت له یادې خدماتي ادارې د پوره کېدو هیله لرم، دلته یې واضح کوم.
_که د ښاروالیو ملي اداره د ولایتي مراکزو ترڅنګ، خپله لمن د ولسوالیو مراکزو ته هم ورسوي، هم به یې د ولسوالیو سیمه ییز بازارونه تنظیم کړي وي او هم به دولت ته راټولېدونکو مالیاتي عوایدو کې اغیزمنتوب راغلی وای.
_د دې ترڅنګ که د ښاروالیو ادارات د پروژو پر تر سره کېدو کې له ولایتي اداراتو څخه استقلالیت پیدا کړي او پر چارو د لاښه کنترول لپاره، خپل کاري پرسونل څو برابره زیات کاندي، نو خدماتو به یې د ښار د بازار سربیګېره، اړوندو نواحیو ته هم عبور کړی وه.
_ دا چې د ښاروالیو لخوا په ښارونو کې ترسره کېدونکې لویې او وړې پروژې یو شمېر یې تزیني او ځینې یې هم بنسټیزې وي، نو که د ځوانانو د بېکارۍ د مخنیوي په هدف وکولای شي چې کومې پروژې استعجالیت ته اړتیا ونه لري، د لویو ماشینریو پر ځای د عامو خلکو لخوا په ابتدایي وسایلو(بېلچه، کولنګ او…) تر سره شي؛ هم به یې بې کاره خلکو ته کار موندلی وي او هم به یې پروژې اغیزمنې ترسره شوې وي.
دا چې ښاروالۍ په خپله اداره کې د کلتوري خدماتو څانګې هم لري، نو که د هر ولایت په پارکونو او سیاحتي مراکزو کې د وړیا کتاب لوستنې لپاره کتابخونې او د تاریخي اثارو لپاره موزیمونه جوړ کړي، هم به یې د کتاب لوستنې دود نهادینه کړی وي او هم به یې د افغانستان تاریخي اثارو څخه خلک خبر کړي.
_د ولایتي ښاروالیو له خوا که چیرې له ښاره بهر شنې سیاحتي سیمې رامنځته او خلکو ته د تفریح او لوبو زمینه برابره کړي، د عوایدو په زیاتوالي او د ځوانانو د پام اړولو او بوخت ساتلو برخه کې به اغېزمن ګام وي.
_ دغه راز په ډېری ولایتونو کې د مسافرینو یا سیلانیانو د اوسېدنې او د ولایتي غونډو او لویو محفلونو د ترسره کېدو لپاره معیاري هوټلونه او مسافر خونې شتون نه لري، که ولایتي ښاروالۍ د دولتي هوټلونو په نوم د ښار په مختلفو سنټري سیمو کې د کنفراسونو، غونډو، ودونو او د مسافرینو د اوسېدنې لپاره معیاري هوټلونه تأسیس کړي، هم به یې عواید ورسره لوړ شوي وي او هم به یې ښار ته د سیاحینو د جذب زمینه مساعده کړې وي.
یوه لویه ستونزه په ښارونو کې د تشنابونو نشت وي، چې له لرې پرتو سیمو څخه راغلي نابلده کسان ډېر کله له ستونزو سره مخ کېږي، که ولایتي ښاروالۍ دغه نقطه هم په نظر کې ونیسي او د ښار په مختلفو ساحو کې تشنابونه ایجاد کا، له خرما او ثواب څخه به خالي نه وي.
_ همدا راز که ورته شونې وي، د ولایت په مزدحمو پارکونو او لویو څلور لارو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تعلیمي ودې او صحي چارو ته د پاملرنې په ګډون پر مهمو مواردو لیک دړې یا لویې لوحې او تزییني تبلیغاتي بینرونه نصب کړي او هم د هسکو آپارتمانونو پر سرونو او مزدحمو پارکونو کې د لویو سکرینونو له لارې د افغانستان د لرغونو تاریخي او سیاحتي سیمو، ارزښتمن تاریخ او نورو جلبوونکو مواردو او … په هکله مالوماتي خپرونې وړاندې کوي، تر ډیره به د پام وړ وي.
_د ولایتي مراکزو اړوند کلي چې د ښاروالۍ په ناحیو کې راځي، مهمه ده چې هر کلی جلا جلا د پېژندنې لوحه ولري او د هغه کلي مهم مالومات لکه ( نوم، قوم/خېل، ژبه او….) په کې وي؛ دغه راز کلي، کوڅې. او ګذرونه د GPSسیستم باندې سنبال شي، څو د نابلده کسانو لپاره ادرس موندل اسانه شوي وي.
_که ولایتي ښاروالۍ له نورو ارګانونو سره په همغږي ښاري اصناف سره جلا؛ په ځانګړې توګه د شورمونو /بارګینونو لپاره له ښاره بهر ساحې مشخصې او د لویو مارکیټونو تکاویانې د پارکینګونو یا موټر دریدو د ځایونو په توګه وټاکي او یا هم ځانګړې پارکینګونه تأسیس کا؛ ، تر ډېره به یې ښارونو کې ازدحامات او ګڼه ګوڼه لمنځه وړې وي.
_ولایتي ښاروالۍ باید د ولایتي ریاستونو سربېره د ځوانانو، فرهنګیانو، د ښوونیزو اداراتو د نوابغو زدکړیالانو، د پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو ورزیده استادانو، د فني او حرفوي کسبګرو او دهقانانو په ګډون په مختلفو ناحیو کې د متنفذینو کمیټې ولري؛ څو د اړوند چارو په ښه ترسراوي کې هم ورڅخه مشورې واخلي، هم له تر لاسه کړي اعتبار څخه یې په مختلفو زاویو کې ارزښتمن کارونه له کوم خنډ او ځنډ پرته اغېزمن تر سره کړي وي.
_د ولایاتو په مراکزو کې اړوند سیمې /ناحیې د ښاروالیو لخوا ټاکل شوي وکیل ګذران /قومي مخور لري چې ښاروالۍ کولای شي د یادو قومي استازو په مټ هم وخت پر وخت ځوانان د ښار د صفایي لپاره اشر کړي، هم د ښاري لانجو په هواري کې ترې کار واخلي او هم یې په مټ د عوایدو په راټولونه او د وړ مشورو په تر لاسه کیدو کې د ښو معاونینو په توګه وکاروي.
_که ښاروالان تر اغېزمنو مشورو وروسته هر کار او پروژه جسورانه او جرأتمندانه ترسره کړي او اړوندو آمرینو او مدیرانو ته د کاري اصولو په محوطه کې لازم اختیارات ورکړي، لرې نه ده، چې هم به یې کارونه اغېزمن وي او به یې له چارو ټول راضي وي.
دا او دې ته ورته نور ګڼ مهم موارد دي، چې که د ښاروالیو محترم ادارات ورته پاملرنه وکړي، د افغانستان ښارونه به تر ټولو په لوړه سطحه عصري، میکانیزه او ښه جوړ شوي وي.

خالقیار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *