ټولنه اوکلتورلیکنې

تعصب، تبعیض او نیشنلېزم

دا یوڅرګند حقیقت دی چې تعصب یا عصبیت د ځینو انسانانو په وجود کې یوه داسې ناوړه پدیده ده چې پیل کې د دنیوي امورو په چوکاټ کې د دغه کسانو په وجود کې د غوږونو او سترګو له لارې د داسې مسایلو د لیدلو او اورېدلو له لارې را منځ ته کېږي چې له دوی پرته بل چاته د منلو نه وي، تعصب او نیشنلېزم معنوي صبغه نلري نو ځکه د مسلمانانو ترمنځ د الهي احکامو په رڼا کې مردود او ناروا بلل شوي، مسلمانان یوازې د تقوا پربنا یو پر بل فوقیت لري نه د نسب، قوم، سیمې، ژبې او نورو ملحوضاتو له مخې، د عصبیت او نیشنلېزم عامل هغه څوک ګڼل کېدای شي چې عقدې یې اخستې وي نو ځکه کړنې او اعمال یې ټول د الله ج له قانون سر مخالف او مغایر وي، تعصب اکثره د کبر، غرور او لویې غوښتنې له وجې د یو شمېر کسانو په وجود کې را پیدا کېږي او ترڅنګ یې په خپله خوا پورې د نورو کسانو د نه منلو احساس هم ورسره را منځ ته کېږي، ځکه متعصب ته ځان د ځینو ملحوضاتو پر بنا په نورو لوړ ښکاري ، پورته ټول مسایل د الله تعالی له سخت وعید سره مخ او الله پاک پرې ناراضه کېږي ځکه د الله تعالی نورو بندګانو ته ترې خطر متوجې دی ، د دې کسانو شخصي خواص به ځای پرېږدو بلکې د دې مردودې پدیدې ریښه به را وسپړو چې څنګه د مغرضو او متعصبو کسانو لخوا د نورو صادقو او ساده کسانو ذهن ته د قومي ، سیمه ییزو او ژبني مشترکاتو له وجې په ډېره خوږه ژبه او فوق العاده نرمۍ سره ور ترزیق کېږي او ورو، ورو پرمختګ کوي څو د ملت په پیکر کې رخنه وکړي او د یوه ټولنیز سرطان په توګه د ټولنې د اشخاصو ترمنځ را څرګند او ټولنه له نابودۍ سره مخ کړي ، په افغانستان کې روسانو د قومونو ترمنځ د تعصب تفرقې او نسبي لحاظ د اعلی او ادنا ، اصیل او کم اصل مفکوره د یو شمېر نادان کسانو ذهن ته ور ترزیق کړه او هغه یې د خپلو پاشل شویو ماینونو په څېر چې اوس هم له افغانانو قرباني اخلي د نیشنلېزم قرباني کړل او څو چې دنیا ودانه او روانه وي دا بدبختۍ به د افغانانو دامنګیره وي ، خو له نیکه مرغه د اسلامي امارت په حاکمېدو سره د دغه منکراتو مخه اوس نیول شوی که څه هم د نړۍ په تاریخ کې یې یو شمېر هېوادونه له داسې بربادۍ او نابودۍ سره مخ کړي چې بیا هېڅکله پرپښو نه دي درېدلي.
تعصب او عصبیت زیاتره د نیشنلیستانوپه وجود کې را څرګندېږي خوتبلیغات چې ورسره ملګري شي سرعت یې یو په لس زیاتېږي ځکه د تبلیغاتو له لارې دومره خطرناک او ژر سرایت کوي لکه دیوه انسان وجود چې په اېډز ناروغي اخته کېږي ، یوازې د یو ځل لپاره کفایت کوي چې دیوه رند ، مفتن او متعصب له خولې هغه کسان چې دغه مفتن قومي او لساني مشترکات ورسره لري ، ذهنیت یې په منفي لوري واړول شي ، بیا هم دغه ټکي ته اشاره کووچې د تاریخ په اوږدوکې لیدل شوي چې ځینې ملتونه د نیشنلستۍ پوچو شعارونو او وروسته یې د تطبیق له وجې د ټولنیزې نابودۍ سره مخ شوي، په پورته بدبختیو کې ساده اکثریت او رند اقلیت لوړ اهمیت لري ځکه هرڅوک د داسې چا خولې ته غوږ نیسي چې چالاک ، چابک اوخوله ور وي ، اورېدونکي هېڅکله په دې پسې نه ګرځي هغه څه یې چې د دغه رند له خولې واورېدل اخروي ګټه یې پکې شته او که دغه مفتن د خپلو ناوړه موخو په محور څرخولی دی ، ځکه په پیل کې د متعصب نیشنلستي شعارونه مترقي اوخوږه بڼه لري او د نیشنلیستي ګټو په پوره سپېڅلتیا دا شعارونه پورته کېږي خوپه پای کې داسې وخت هم را ځي چې همدغه ساده قشردومره تیرایستل شوی وي او وروسته په دې پوهېږي چې په دوی یوازې سیاسي سوداګري شوې ده .
په افغانستان کې لنډ تېرتاریخ او تجربو وښودله چې له ساده او صادقو خلکو سره څه وشول او څنګه د دوی سپیڅلې ارادې د یو شمېرځان غوښتونکو د شخصي ګټو پرمحور وڅرخېدې؟ اوکله چې هدف ترلاسه شو نوله هغه کسانو سره چې له دوی سره په ناروا کې ګېډی شوي و، څه معامله وشوه ؟
موږ ولیدل چې د نیشنلیستي احساساتو پربنا را منځ ته شوی تعصب چې وروسته په قوي او بې رحمه [تبعیض] هم بدل شو څومره خطرناکې پایلې درلودې؟ خو بیا هم له نیکه مرغه چې اوس وینوچې هرقوم ته منسوب عام ولسونه بیا هم په افغانستان کې موجود اوهوسا ژوند لري اوهغه رند کسان چې په یوه اوبل نامه یې دوی تېر ایستلي وو لازمه ده چې په هر ډول شرایطو کې عام ولس خپله تګلاره په خپله تشخیص اوپه هغه لاره روان شي چې خپله نیک مرغي او د الله ج خوښه په کې نغښتې وي ، باطل له منځه تلونکی دی او کوږ بار هېڅکله تر هدف پورې نه رسېږي ، ولیدل شول چې د نیشنلېزم په روحیه جوړ حکومتونه د خپل مقصود ترسر منزل پورې ونه رسېدل ځکه موخې یې نا مقدسې وې او هرڅه یې د الله د رضا خلاف پرمخ روان کړي وو، دا ثابت حقیقت دی چې د افغان ولس منځ کې کفار نشته ، ټول د الله پاک مخلص بندګان دي،خو د اشغال پرمهال د مسلمان نما کړیو له خوا داسې معامله ورسره وشوه لکه کټ مت چې اوس د اسرائیل لخوا له فلسطینیانو سره کېږي، تاریخ خوبدل اوسرچپه نه لیکل کېږي اونه په تاریخ سلیقوي تاریخ لیکل څوک قبلوي ، له هغه څه به د افغانستان تاریخ پاڼه جوړېږي کوم چې په حقیقت په تېرکې واقع شوي وي ، اشغال او استعمار ته هېڅوک روا بڼه نشي ورکولای اونه د تېروشلوکلونو په ترڅ کې اعمال شوي حرکات د چا په نیکي او سرلوړی دلالت کولای شي، څو چې دنیا ودانه ده د تیرو ناخوالو عاملین به د ذلالت او شرمندګۍ سرکوزی ژوند تېروي فکر کوم داسې څوک به اوس نه وي چې د خپل ذهن له مخې دښه او بد تشخیص ونشي کړای .
خبره له اصلي مسیره کږه نشي، د تعصب پربنا د رامنځ ته شوي نیشنلېزم د لید زاویه ډېره تنګه وي خو د ځان لپاره ډېرې پراخه جبهې جوړې کړې وي،خو په حقیقت او عملکرد کې د دې شومې پدېدې قربانیان بېرته هغه ساده اوصادق مخلوق وي چې د بل په خوله یې په دې نامقدسه جبهو کې برخه اخیستې وي، د خپلو خبرو په وروستیو کې دغه ټکي ته په اشارې سره وایو چې په مجموع کې د دې ټولو ناروغیو د درملنې لپاره یو اصل موجود دی چې هغه عبارت له اسلامي اصولو څخه دی چې هرقوم ته منسوب افغانان د الله پاک د دین په رسۍ ځانونه ونښلوي اوخپل ژوند د اسلامي اصولوپه چوکات کې عیار اوپرمخ یوسي ځکه په اسلام کې د هرچا فردي او ټولنیزې ګټې اوغوښتنې خوندي دي او هم یې د آخرت ګټه په کې نغښتې ده که چېرې الله مه کې یو څوک د نیشنلېزم په کږه لار روان شول نه یوازې خپل ځان ته به زیان اړوي بلکې اخرت به یې هم له زیان او خسران سره مخ وي ، ځکه په افغانستان کې د حق د لارې لارویان د نیشنلېزم د لارویانوپه پرتله زیات دي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *