دینې لیکنېلیکنې

د مدينې پر لور

اقبال وايي: اسلامي امت چې په تېر وخت کې اتل ٶ اوس د اتلولۍ له نوم څخه بېګانه دى؛ زړه يې د دنيا د غلوونکي رنګ، بوى او مظهر په جال کې راښکيل دى او غوږونو يې له شادې موسيقۍ سره عادت شوي، اقبال همدغه موسيقي او نغمه د غوماشې ږغ نومولې ده او وايي:
دل خود را اسیر رنگ و بو کرد
تهی از ذوق و شوق آرزو کرد
صفیر شاهبازان کم شناسد
که گوشش با طنین پشه خو‌ کرد
وروسته وايي: د امت په سترګو کې د يقين نور او په زړه کې يې د مبين خداى د محبت شور نشته او د وصال او حضور له خوند څخه بيګانه دى.
به چشم او نه نور و نى سرور است
نه دل سینه‌ی او نا صبور است
خــدا آن‌ امتـی را یـار بـادا
که مرگ او ز جان بی‌حضور است
وروسته د امت له شوکت څخه هغه ډکه دوره يادوي چې د الله تعالى ځانګړى لطف او عنايت پرې شامل ٶ او له اوسني غمجن حالت سره يې توپير په ګوته کوي او وايي: امت داسې مارغه ته ورته دى چې يو چا په لاس روزلى او تل يې ميوه ورکړى وي اوس ورته درنه تمامېږي چې په دښتونو کې د رزق په لټه سرګردان وي.
مپرس از من که احوالش چه سان است
زمینش بد گهر چون آسمان است
بر آن‌ مرغی که پروردی به انجیر
تلاش دانه در صحرا گران است
اقبال له دينه د تېښتې فتنه ذکر کوي چې اسلامي نړۍ په کې راښکيل ده او هغه (چې د فلسفې، سياست او اقتصاد علومو خورا پوخ استاد دى) ښه پوهېږي چې د همدې بې دينۍ لاملونه تشې مادې نظريې، روحي خلاء او مرفه ژوندون دى چې ګڼ شمېر خلک پکې راګير دي. هغه معتقد دى چې د همدې بې دينۍ او مادي اقتصادي فلسفې سره يوازينې د مقابلې لار د هغسې ژوندون غوره کول دي چې پر مينې او زهد ولاړ وي کټ مټ لکه د حضرت ابوبکر صديق ژوند. هغه د مسلمانانو لپاره د داسې ژوند غوښتنه لري چې سراسر مينه او زهد وي. رښتيا هم که داسې ژوندون رامېنځته شي خلک به يې په ورين تندي
ومني.
دگرگون کرد لادینی جهان را
ز آثار بدن گفتند جان را
از آن فقری که با صدیق دادی
به‌شوری آور این‌ آسوده‌جان را
هغه د مسلمانانو د انحطاط لامل نيستي او مادي کمزورتيا نه ګڼي بلکې په سينو کې يې د اور مړه کيدنه د همدې ناورين د علت په توګه يادوي او وايې: «همدا نېستمن (د اسلام لومړي مسلمانان) تر څو چې په يوه صف کې څنګ تر څنګ د الله تعالى حضور ته ولاړ وه او يوازې يې خپل رب ته سجدې کولى د پاچاهانو ګريوانونه به يې شکول
خو …»
فقیران تا به مسجد صف کشیدند
گریبان شهنشاهان دریدند
چون آن آتش درون سینه افسرد
مسلمانان به درگاهان خزیدند
نور بـيا

اتمه برخه – ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله – ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *