دینې لیکنېلیکنې

په لمانځه کې څنګه خشوع رامنځته کړو؟

لمونځ د الله ﷻ له ټولو غوره عبادت دی او رسول الله ﷺ په حدیث کې لمونځ ته د دین ستن ویلې ده.
په حدیث کې راځي د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) د هغه د لمانځه حساب وي که چېرې د هغه د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو او نجات يې وموند او که چېرې خراب راووت نو نامراد او تاواني شو.لمونځ دومره مهم عبادت دی چې آن د جهاد په دوران کې هم مونځ نشي قضاء کولی.
لمونځ انسان له ګناهونو ژغوري، الله ﷻ په سورة العنکبوت ۴۵ نمبر ایات کې فرمایلي چې یقیناً لمونځ منعه کول کوي د بې حیا او ناوړه کارونو څخه.
اوس که یو څوک ووایي چې زه لمونځ کوم خو د ګناهونو څخه مې نه منعه کوي نو هغه ته ځواب دادی چې د لمونځ د قبولیت یو مهم شرط په لمانځه کې خشوع او عاجزي ده.
الله ﷻ د سورة المومنون اولو ایاتونو کې د مؤمنانو صفتونه ذکر کوي چې اول صفت کې فرمایي {هغه (کسان) چې په خپل لمانځونو کې عاجزي غوره كوي؛}
د دغه ایات نه معلومېږي چې مؤمن په هغه لمونځ سره کامیابېدلی شي چې په هغه کې خشوع او عاجزي وي.
همدارنګه الله ﷻ په سورة الماعون کې فرمایلې{بيا د هغو لمونځ كوونكو لپاره تباهي ده، چې له خپل لمانځه څخه په غفلت كې لوېدلی دی، تفسیر کابلې لیکلي چې په لمانځه کې خشوع او عاجزي نه کوي.
د ابوبکر او عبدالله ابن زبیر رضي الله عنهم په اړه راغلي چې دوی به په لمانځه کې داسې ساکن او آرام وو لکه یو بې ساه لرګي او ویل کېده به چې دغه د لمانځه خشوع ده.
کله چې یو مسلمان لمونځ پيل کړي نو الله ﷻ ملایکو ته ووایي زما او د بنده ترمنځ پرده اوچته کړﺉ خو کله چې مؤمن سوچونه پيل کړي الله ﷻ ملایکو ته ووایي پرده بېرته را وغورځوﺉ.
معاذ ابن جبل وایې چې لمونځ پيل کړي او ښې طرف اوچپ طرف سړي دې وپیژندو دا لمونځ دې نه قبلېږي.
د احادیثو د صحابوو او د علماوو د اقوالو څخه ښکاري چې په لمانځه کې خشوع ډېره ضرور ده، نو په لمانځه کې خشوع په یوڅو کارونو سره راځي هغه دا چې.
-داسې عبادت کوه لکه ته چې الله وینې که ته الله نه وینې نو الله خو تا وینې.
– د لمانځه ژباړه زده کړه او د لمونځ په وخت کې هغې ته فکر کوه.
-د قیام په وخت کې داسې په عاجزي ودرېږه لکه یو مجرم چې د قاضي په مخ کې ولاړ وي.
– لمونځ الله ﷻ سره خبرې کول دي نو په ډېر ادب او احترام سره د لمانځه الفاظ وایه.
-په لمانځه کې اخوا دیخوا مه ګوره.
-لمونځ په دغه نیت کوه چې ته د الله نه ویرېږي.
-ځان د دنیا له کارونو فارغ کړه.
– د لمانځه په الفاظو کې فکر او سوچ کوه.
-هغه ایاتونه او احادیث لوستل چې د لمانځه دخشوع په اړه راغلي.
– داسې فکر وکړه چې دا ستا اخر لمونځ دی.
الله ﷻ دې زموږ لمونځونه اصلاح کړي.

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *