مقالی اوتبصرې

نننی تخم د سبا ورځې خوراک جوړوي!

کلونه وړاندې په مصر کې حسني مبارک راپرځېده او پر ځای یې د اخوان المسلمین ګوند مشر دوکتور محمد مرسي د حکومت واک ترلاسه کړ؛ نو د مصري ولس په زړونو کې د هیلو او امیدونو نوي سهار پیل وکړ. د انګلیسي ورځپاڼو د لومړي مخ هغه سر ټکي به مې تر اوسه هېر نه شي چې غربي واکمنانو په کې په جار ویل: (مرسي له ګاونډیانو او غربي هېوادونو سره اقتصادي جګړه اعلان کړه).
زه حېران وم چې د حسني مبارک په مرداره واکمنۍ کې ځپل شوی ولس به نو د مرسي له لومړۍ اوونۍ سره سم څنګه اقتصادي جګړه پیل کړي. دا جګړه خو یو اوږد وخت غواړي. تاسې به پر جاپان د امریکا له اټومي بریدونو وروسته د یاد هېواد د اقتصادي بيارغونې څخه خبر یئ چې څو لسیزې وخت یې ونیو.
په حقیقت هغه وخت خبر شوم چې په ټولنیزو رسنیو کې مې ولسمشر مرسي د نیل سیند پر غاړه د سینا په دښته ولیده. مرسي امر کړی،چې دا دښته باید بل کال ته داسې سپېره و نه وینم او ژر دې له یوه مخه غنم پرې وکرل شي، څو تر یو کال وروسته موږ د نورو هېوادونو غنمو ته اړ نه شو او خپل ولس ته خپل غنم ورکړو. د مرسي دغه اعلان په غرب دومره اور بل کړی و، چې هغوی د اقتصادي جګړې نوم ورکړ.
رښتیا هم که د مصر د خونړي نیل په غاړه د سینا دښته شنه شوې وای؛ نو غنم یې د ټول مصر بس وو.
که فکر وکړئ، زموږ نننی حالت هم بیخی له مصري ولس سره یو شان دی. کلونه وروسته له حسني مبارکانو خلاص شوي یوو او یو داسې حکومت وینو، چې تمه ترې ساتلی شو، هیلې ترې لرلی شو او که کومه نیکه مشوره یې چارواکو ته ورکړو؛ نو ښايي راسره و یې مني.
په همدې بنیاد مې وغوښتل چې نن په یوې بنسټیزې ستونزې وغږېږم. دا چې لسیزو جګړو موږ د وطن آبادۍ ته نه یو پرېښي او عادات یې را خراب کړی؛ آن ماشومان مو هم د ګاونډیو په چیپسو، بسکټو او پاپړو عادت دي. که په خپل کور کې نظر واچوو، هر څه مو پردي دي. یوازې تاسې نه یادوم، زه همدا اوس چې ګورم، څنګ ته مې چینايي موبایل ایښی، په جاپاني کمپیوټر لیکل کوم. د کور قالینه مو ایرانۍ ده، د خونې رنګ مو له لاهوره راوړی. د جامو رخت مې هندی دی او ګڼ نور سامانونه هم له بېلا بېلو هېوادونو شتون لري، چې یادول یې وخت نیسي او لیکل زیاتوي. دا هغه شیان دي چې موږ یې هره ورځ استعمالوو، مګر کله مو هم ښایي د دې په جوړښت فکر نه وي کړی.
دا هر څه هلته جوړېدلی شي،چې وطن کې امن وي، اوس چې امن راغلی دی. مګر له دې هر څه وړاندې یو بل غم د خېټې دی. زموږ نیږدې نیمایي ولس له سختې لوږې کړېږي او همدغه بې وزلي ده چې ولسونه تر نورو شاته کوي.
دا چې زموږ هېواد په هره دره، سیمه، ولسوالۍ او ولایت کې د اوبو ښې زېرمې، ویالې، ډنډونه او سیندونه لري، پر مټ یې کولی شو، پراخ غنم وکرو. که حکومت مو دومره توانايي ترلاسه کړي، چې ولسي خلکو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د اوبو راویستلو ماشینونه او نور وړ سامان الات په نیمه بیه، تخفیف او یا وړیا ورکړي؛ نو لرې نه ده چې موږ په یو کال کې د نورو هېوادونو د غنمو له وارداتو خلاص شو او یو ځل بیا وتوانېږو چې د سردار داود خان د دور په څېر د غنمو صادرات ولرو.
نو اې هغو وګړیو! چې وس لرئ، ځمکې لرئ، تخم اخیستلی شئ، سرو ته مو وس رسېږي، اوبه در لنډې دي، ولې چوپ ناست یئ، سر له ننه د ځمکو په مهیا کولو او برابرولو لګیا شئ،ښه به نه وي،چې نورو هېوادونو ته د لاس غځولو پر ځای دا ځل خپل غنم وکرو، خپل اوړه وخورو او د خپل لاس له زحمته راحت ووینو!

عابدالله سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *