افغانستان

د مس عینک پروژې هوکړه شوي موارد دې ژر عملي شي

شریعت: د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، پرون د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت (MCC) له اجرائيوي مرستیال اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د اقتصادي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي په دې لیدنه کې چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هم حاضر و؛ دواړو لوریو د مس عینک پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او د دې پروژې د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د مس عینک پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. دغه راز د (ام.سي.سي) شرکت اجرائیوي مرستیال د پروژې چارو د پیل په برخه کې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال له هلوځلو مننه وکړه او ویې ویل: د عینک له سيمې څخه د لرغونو آثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه خپلې چارې پيل کړي. تر دې وړاندې هم د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د (ام.سي.سي) شرکت له اجرائيوي مرستیال سره په کتنه کې ویلي و چې دغه شرکت باید د قرارداد له مخې خپل ټول مسئولیتونه او مکلفیتونه ترسره او د یادې پروژې عملي چارې پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې له چین هیواد سره د دغه ترسره شوي تړون نږدې څوارلسم کال په پوره کیدو دی او د اسلامی امارت له تحکیم وروسته یې هم دادی دویم کال پوره کیږي خو د عملي کار هیڅ نښه یې نه ترسترګو کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *