افغانستان

ننګرهار: په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړېږي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، چې د ۴ لسیزو وروسته د کابو۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکې کې د مالټو بڼوڼه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړېږي.
د یاد بلاک (۱۳۴،۱۳۵،۱۳۶،۱۳۸ ) نمره ځمکې به ۲۶ زره د مالټو بوټي وکرل شي، سمسوره او په شنې ساحې به بدله شي.
د اټکل له مخې ۱۷ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي او کابو ۳۰۰ تنو ته به د کارزمینه برابره شي.
د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایي، چې د کرنې د میکانیزه کولو کومې ژمنې مو چې د خپل ولس او هېوادوالو سره کړې دي یو په بل پسې د عملي کېدو په درشل کې دي.
ښه بېلګه يې دا ۳۰۰ جریبه ځمکه ده، چې پرې به مالټه باغونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړ او تطبیق شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *