دینې لیکنېلیکنې

د مــدينې پـر لــور

د اقبال ياد روحاني سفر هغه مهال ترسره کيږي چې عمر يې تر 60 کلونو زيات او قواوې يې کمزورې شوي دي؛ په داسې سن کې چې عموماً خلک هوساتوب او يوازېتوب ته ترجيح ورکوي کوم لامل اقبال اړ کړ چې په دومره سپين ږيریتوب او ناروغيو کې د حجاز ستونزمن سفر ته چمتو شي؟ بايد وويل شي چې اقبال د عشق امر ته غوږ کېښود او د شوق منادي ته يې لبيک ووايه. هغه وايې:
به این پیری ره یثرب گرفتم
نـوا خـوان از سـرور عاشــقـانه
چو آن مرغی که در صحرا سر شام
گـشـاید پـر به فکـر آشـیـانه
لکه هغه چې موږ ته په خطاب کې وايی تاسو ولې حيران شوې ياست چې ما د عمر په داسې پړاو کې چې د ژوندون لمر مې د ډوبېدو په درشل کې ٶ د مدينې لار -چې د مٶمن د روح د مارغه ځاله ده- په مخه کړل؟ آيا تر اوسه مو فکر نه دى کړې چې د شپې څادر مخ پر غوړيدو وي مرغان مخ پر خپلو ځالو الوزي؟ نو زما د روح مرغه هم په همدې ډول خپلې حقيقي ځالې ته ستنيږي.
د مکې او مدينې تر منځ چې يې اوښ په ځغاسته شي ورته وايې: ورو قدم اخله چې سپور دې ناروغ او بوډا دى خو اوښ يې وړانديز نه مني او داسې مستانه قدمونه اخلي لکه د حجاز ريګ چې يې تر پښو لاندې ورېښم وي.
سحر با ناقه گفتم که نرم‌تر رو
که راکب خسته و بیمار و پیر است
قـدم مسـتـانه زد چنـدان که گـویی
به پایش ریگ این صحرا حریر است
شاعر د همدې حجازي کاروان سره غبرګ د درود او سلام په سوغات خپل مزل مخ په وړاندې وهي؛ زړه يې غواړي چې د حجاز په ګرمو ريګونو سجده ولګوي چې اثر يې د تل لپاره په تندې پاتې شي او خپلو انډيوالانو ته هم د ياد کار د ترسره کولو وړانديز کوي او وايی:
چه خوش صحرا که در وى کاروان‌ها
درودی خواند و محمل براند
به ریـگ‌ گـرم او آور سـجـودی
جبین را سـوز تا داغی بـماند
ذوق او شوق يې ټول وجود برمته کوي او د دوو تنو شاعرانو عراقي او جامي بيتونه وايی. خلک په تعجب پوښتنې کوي چې دا عجمي انسان څوک دى او په کومې ژبې دومره مٶثر اشعار وايي چې موږ پرې هېڅ نه پوهيږو خو زړونه داسې له ايمان او محبت څخه ډکوي چې له انسان څخه خوراک او څښاک هېروي او انسان داسې خړوبوي چې په دې دښته کې هېڅ کله د تندې احساس نه کوي.
امیر کاروان آن اعجمی کیست
سرود او به آهنگ عرب نیست
زنــد کز نغـمه کـز سیرابی او
خنک‌دل در بیابانی توان زیست
اقبال د ياد سفر له ستړياوو، بې خوبيو، لوږې او تندې څخه خوند نه اخلي بلکې اوږده لار باندې لنډه شي حال دا چې د ژر رسيدلو فکر يې هېڅ نه درلود نو ځکه له څاروان څخه غوښتنه کوي چې اوږده لار په مخه کړي تر څو د بيلتون په سوز کې-چې د عاشقانو سرمايه ده- لږ نور هم تم پاتې شي.
غم راهى نشاط آميز تر کن
فغانش را جنون انگیزتر کن
بگیر ای ساربان راه درازی
مرا سوز جدایی تیزتر کن نـور بيـا …

شپږمه برخه / ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله / ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *