لیکنېمقالی اوتبصرې

داعش؛ د مسلمانانو بدنامولو لپاره د غربي استعمار پروژه

څرنګه چې په لومړۍ، دويمه او درېيمه برخه کې داعش ډلې د راټوکيدو او په عراق او افغانستان کې يې پر فعاليتونو او له دغې فتنه‌گرې ډلې څخه د غرب ، د کابل پخوانۍ ادارې او سیمه‌ييزو مليشو د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې شول، نو په دغه برخه کې به له دغې فتنه‌ګرې ډلې څخه د پاکستاني چارواکو ملاتړ ته کتنه کوو :
له داعش څخه د پاکستان د ملاتړ بېلګې:
څرنګه چې په پيل کې ورڅخه فتنه‌ګره ډله د غرب، کابل ادارې او پاکستاني چارواکو د مثلث شکله توطيې په ترڅ کې رامنځته شوه چې په دې برخه کې د پاکستان رول هم د پام وړ وو.
څرنګه چې د داعش ډلې پخوانی غړی بنسټګر عبدالرحیم مسلم دوست چې وروسته د حقايقو په درک څخه بېرته له دغې ډلې څخه جلا شو، د پاکستان پوځ او ای ایس ای ادارې مسوولانو (جنرال اشفاق، ډګروال عارف او میجر عامر ) باندې له داعش سره د مالي ملاتړ تور ولګاوو.
حافظ سعید په همغو لومړيو کې کله چې له داعش سره خپل بيعت اعلان کړ، د پاکستانيو جنرالانو په مشوره له خپلو جنګيالو سره د دې لپاره د تيرا له غرونو څخه کوز شو او د ننګرهار په سويلي ولسواليو کې يې مرکزونه جوړ کړل چې جګړه د پاکستان له خاورې څخه لېرې بوځي او تر پايه يې حتی يو بريد هم پر پاکستان خاوره باندې ونه‌کړ.
همدارنګه د ۱۴۰۲ کال د ليندۍ په ۲۵مه د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه تحقیقي رپورټ کې وويل چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کوي.
د ورځپاڼې په باور، آی ایس آی او په راولپنډۍ کې د پوځ د مرکز په‌شمول د پاکستان استخبارات د داعش له لوړو تشکیلاتو سره موافقې ته رسیدلي دي. د دوی ترمنځ هوکړه دبوري (Dabori) په نوم يادېږي، چې د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې د یوې کوچنۍ سیمې نوم دی او د داعش ډېری مشران همغلته اوسېږي.
ورځپاڼه زیاتوي، هم پاکستان او هم داعش په صداقت د دبوري موافقې ته ژمن دي. د دې هوکړې له کبله داعش له دې سره سره چې په پاکستان کې حضور لري خو هیڅکله يې هم په رسمي ډول په دغه هیواد کې خپله څانګه نه ده اعلان کړې او د پاکستان پر پوځ یې هیڅ بريد همنه دی کړي. څو محدود کوچني بريد چې شوي هغه هم ښايي د پوځي ادارو په فرمايش وي چې تلفات يې هم ډېری ملکيان وو.
ګارډین لیکلي، دې ټکي ته پاملرنه اړینه ده چې په پاکستان کې د داعش له حضور سره سره، هیچا تراوسه نه دي اورېدلي چې د پاکستان پوځ یا استخباراتو دې د داعش پر ضد عملیات کړي وي چې لامل يې د دبوري موافقه ده.
د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې د داعش پر خراسان څانګې هیڅ راز عملیات نه کوي، ځکه چې دې ډلې ته درناوی لري، په حقیقت کې دا ډله یې مېلمنه ده او عموماً یې غړي د پوځ په مېلمستونونو کې اوسېږي.
د ګارډین د ريپورټ لیکوال، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري د داعش نازول طبیعي بولي ځکه چې له دې ډلې څخه د اسلامي امارت پر ضد کار واخلي. له کله چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسیدلي، داعش له سختو ستونزو سره مخ شوی دی، خوندي پټن‌ځایونه يې له منځه تللي او د دې له‌پاره چې د پټېدو ځای نه مومي، ډېری غړي یې پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د پاکستان پوځي اداره ورڅخه د افغانستان پر اوسنۍ ادارې د فشار راوړلو لپاره کار اخلي. ورځپاڼې د داعش خراسان څانګې د ځینو هغو جګړه مارو په اړه جزئيات هم وړاندې کړي چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مېلمستونونو کې مېلمانه دي، جزییات او لیکلي يې دي چې د دغو کسانو ډېری د اورکزۍ ایجنسي اوسیدونکي دي. د داعش خراسان څانګه اصلاً هم په اورکزو کې رامنځته شوې او مشر یې هم د همدې سیمې وو.
د دغې ډلې هغه غړي چې د اورکزو له علي‌خېل قبیلې سره تړاو لري او د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمن دي په لاندې ډول دي: سراج، چې مستعار نوم یې محمدي دی، سهراب چې په یاسر مشهور دی، حسن، حنیف جان چې په عمر مشهور دی، نسیم، نذیر، ملام، بادام عادل، رستم، ريیس خان، عابد، ابراهیم، طاهر، شاه محمود او تاج محمد چې په ښکاري مشهور دی. ګارډین د اورکزو د ماموزي قبیلې د ۳۷ تنو او د اورکزو د ملاخېل، فیروزخېل قبیلو د ګڼ شمېر داعشي غړیو نومونه هم یاد کړي دي.
ورځپاڼې د آی ایس آی په مېلمنو کې زین العابدین، چې په مفتي دروېش مشهور دی، د داعش مهم قوماندان بللی او وايي چې د پاکستان پوځ پر نوموړي ډېر حساب کوي.
ورځپاڼه وايي چې په وروستیو کې داعش د پاکستان په فرمایش د افغانستان په هرات کې يو شمېر نرم اهداف هم په نښه کړل.
ګارډین وايي چې داعش ته د دغو بريدونو تسهیلات او منابع آی ایس ای برابرې کړي وي او د دوی مشرانو ته یې ویلي وو چې دا ډول بریدونه به نه یوازې د دوی له جنګي ستراتیژۍ سره مرسته وکړي، بلکې داعش به هم په رسنیو کې مطرح کړي. د ورځپاڼې په باور پاکستان د دې لپاره د داعش پر مټ په افغانستان کې ناامني جوړوي چې په سرپرست حکومت فشار راوړي او د کابل چارواکو ته دا پیغام ورکړي چې د بالقوه وسلې په توګه داعش کارولی شي. په وروستیو کې د پاکستان پخواني موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه خبرداری ورکړي وو:«که اسلام اباد د داعش خراسان څانګې ته پناه ورکړي او یا یې ملاتړ وکړي، کابل به یې څنګه احساس کړي؟» خو اسلامي امارت د تېر کال په اګست کې د پاکستان د دغو تورونو په ځواب کې وویل، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش لسګونه پاکستاني غړي وژل شوي یا نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني طالبانو تحريک پخواني وياند احسان الله احسان هم له یوې هندۍ رسنۍ « The Sunday Guardian» سره په تازه مرکه کې له داعش څخه د پاکستان له ملاتړه پرده پورته کړه چې په وينا اسلام آباد غواړي چې يادې ډلې ته په افغانستان کې د پښو ځای پيدا کړي. له دې سربېره د المرصاد خبري او معلوماتي سايټ د معلوماتو پر بنسټ د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر ثناءالله غفاري چې په شهاب المهاجر شهرت لري، هم د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ياد هېواد په پوځ ملاتړ د افغانستان پر ضد تخريبي فعاليتونه ترسره کوي.

ابوالياس جهادوال / څلورمه او وروستۍ برخه؛

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *