دینې لیکنېلیکنې

د قدر شپې فضيلت

د روژې مياشتې د وروستۍ لسیزې له ۲۱ ـ ۲۳ ـ ۲۵ ـ ۲۷ ـ ۲۹ طاق پنځه شپو څخه یوه یې د احتمالاتو پربنا د قدر شپه ښودل شوې ، که څه هم دروژې ټوله میاشت مبارکه ، نیکه مرغه اوله فضیلتونو ډکه ده اوقرانکریم هم په همدې میاشت کې را نازل شوی ، خو د قدر شپه د دې میاشتې ځانګړې او له ټولو نېکمرغه او بختوره ښه شپه ده، په دې شرط چې د ریاضت اوعبادت په ترڅ کې دیدارد چا په نصیب شي . د قدر شپه ځکه د روژې غوره ده چې دالله ج په نزد یې حکم د ۸۳ کلونو قبول شوي عبادت څخه هم بهتره ښودل شوی، په همدې اساس الله پاک په خپل کلام کې فرمایی ( دا شپه د زرو میاشتو قبول شوي عبادت څخه غوره ده) په دې مبارکه شپه جبرا ئیل امین د آسمان له ملایکو سره مځکې ته را ښکته کېږي او په روحاني فضا کې د الله پاک د نیکو بنده ګانوحالت ګوري نو څومره به بختور وي هغه مسلمان چې په دې حال کې د خضوع او خشوع په حالت کې خپل رب ته په رکوع او سجده وي او څومره به نیک بخته وي هغه کس چې له آسمانه را ښکته شوی الهي مخلوق یې د عبادت تواضع او فروتني په دغه لیدل شوي حالت الله بې نیاز ته ګواهي ورکړې، په ۲۰۱۲ کال د ناسا یو شمېر څېړونکو د دې شپې په څېړنه پسې فضا ته ولاړل په زرګونو کیلومتره مزل یې وکړ تر څو یوې داسې فضا ته ورسېدل چې یوه لویه او پراخه سپینه رڼا یې د مځکې په لور په حرکت کې ولیدله ، د فضایي ماموریت له دغه کسانو څخه څلور پنځه تنو یې د دغه حقیقت په لیدلو سره فوري ایمان را ووړ او مسلمان شول.
د حضرت ابوهریرة له خولې روایت دی چې جناب رسول الله مبارک و فرمایل : هغه څوک چې د قدرشپه په عبادت او وېښه تیره کړي ، د ده ټول ګناهونه به الله ج وبښي ، ټول احادیث په دې ګواه دي چې د قدرشپې په رڼولوسره به الله پاک دعابد مسلمان وروستي او وړومبي ګناهونه ټول وبښي ، مفسرینو د دې شپې یو شمېرعلایم په دې ډول په فقهي کتابونوکې ذکرکړي دي : دا شپه به ډېره آرامه او خاموشه شپه وي، نه ډېره تیاره اونه به هم زیاته رڼا وي ، په سهار به یې سپوږمۍ سپینه او د نورو وختونو په څېر به شعاع نه لري،جالبه دا چې په دې شپه به د محل سپیان دغپېدو توان هم نلري، نودا څومره بختوره شپه ده، په دې شپه اعتباردنیا ته نه،بلکې آخرت ته دی مانا دا چې یومسلمان باید د دنیا طلب ونه کړي، بلکې د مستجاب الدعوات سوال اوغوښتنه وکړي ځکه دا هغه بشپړه غوښتنه ده چې هېڅ وروستی ارمان اونېمګړتیا نلري.
کله چې د قدرښه شپه د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو له مخې بختوره وګڼل شوه اواعتبار هم د مستجب الدعوات غوښتنې ته په کې ورکړل شو، نو لازمه ده چې په دې شپه له الله پاک څخه د هغو جرایمو او ګناهونوعفوه وغواړو چې موږ یې په تېر کې مرتکب شوي یو، خوپرې پوهېږو نه ، لاس را لپه کړو او د الله له غني درباره د دې بختورې میاشتې په برکت غوښتنه وکړو چې زموږ د کبیره او صغیره ګناهونو، جرایمو او نورو تېروتنو په «دیوان» د عفوې او بښنې قلم را کش کړي او سوال وکړو،چې نورمو له خپل ارحمه الراحمین درباره په نا امیدۍ مه رټه او شړه ځکه نورخوموستا له عادل دربارپرته، د دنیایی اسباب او وسایلو په ذریعه له هرې خوا امید قطع دی .
تمه ده که په پوره اخلاص د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې طاق شپې په ریاضت او عبادت تیرې کړو او الله پاک ته زارۍ وکړو ځکه الله پاک مهربان دی چې دین او دنیا مو دواړه سیخ شي،زموږ وروستۍ تمه اوهیله بیا هم د الله پاک دربارته داده،چې د روژې د همدې مبارکې میاشتې او په تېره بیا د لیلة القدر د ښې شپې په لوړ قدسیت او درنښت مو ګناهونه عفوه کړي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *