ټولنه اوکلتورلیکنې

د اختلافي څپرکو سپړلو پر ځای، د ټولنې فکري انسجام مهم دی!

رښتیا هم په کوچنۍ خوله او کم علم، د لویو خلکو په هکله لیکل کوم، هغه څه چې باید ما نه وای کړي، خو د یوه مجبوریت او عاطفې له مخې یې شریکول غواړم.
که څه هم دامهال بې شمېره موضوعات شتون لري چې سړی باید پوره مطلب پرې ولیکي او یا هم حد اقل یو کوچنی ټویټ یې په تړاو وکړي؛ خو تر ټولو د پام وړ موضوع چې اوس یې هیواد کې تر ډېره پام ځان ته اړولی، هغه د علماء کرامو تر منځ د تصوف د ځینو باریکیو د رسنیز کېدو پر سر راپورته شوي هغه ناندرۍ دي؛ چې له امله یې د دواړو لوریو ملاتړو د یوه او بل پر وړاندې مستحکم دریځونه نیولي دي.
آن د سوشل مېډیا په میدان کې یې د حکومت «ا.ا.ا» سیاسي مخالفینو ته هم پر دین او معتقداتو د ملنډو وهلو سوژې په لاس ورکړې دي.
ځینو د تصوف مخالفینو له موقع څخه په استفادې سره، خپل اخلاص تر دې کچې وکړ چې ټولنې ته یې خپل مقابل لوری
( اهل تصوف) د دین له علیاء مسائلو په جاهلانه تعریف تورن او ډول ډول ټاپې یې پرې سریښ کړې.
کاش د دواړو لوریو بحثونه د رسنیز سکرین پر ځای، د پردې تر شا په یوه مسجد یا کوم ښوونیز تحقیقاتي مرکز کې مخامخ تر سره شوي وای؛ کاش د دواړو لوریو موخه عوام او له دیني مطالعې څخه د بې خبره ځوانانو اصلاح نه وای.
په ټوله کې؛ کاش د دواړو لوریو هدف د یوه او بل د پریوتو پر ځای، حق ته رسېدل او بیا همغه حق ټولنې ته رسول وای.
خو دا ټول فوت شوي دي.
که د تصوف اړخ ته راشو، هلته داسې خطرناکې خبرې هم شتون لري چې ابوهریرة «رض» یې په هکله وایي: که له رسول الله ص څخه اخیستل شوی دوهم ډک لوښی خلکو ته ورسوم، نو زما حلقوم به خلک پرې کړي؛ هلته د وحدة الوجود او وحدة الشهود سربیره دومره نازک او له عقل او فکر لوړ مسائل شته، چې له دې فن څخه ناخبره یې په اورېدلو حیرانیږي او حتی د انکار مطلق په دایره کې یې تقریر او تحریر خیالي کیسې بولي.
رښتیا هم د موسیٰ «ع» په ملګرتیا کې خضر «ع» هغه نا اشنا کارونه کوي چې موسیٰ «ع» یې له امله ځای پر ځای پوښتي او دا کارونه ورته هیڅ د منلو نه ښکاري؛ خو کله چې خضر«ع» ته د موسیٰ«ع» ننګونکې پوښتنې تر دې زیاتې د زغملو نه وي، په پای کې یې موسیٰ «ع» ته د پردې تر شا رازونه او حقایق بیانوي او جلالي طبیعته موسی«ع» د تل لپاره له خپل انډیوال استاد نه بیلتون ته اړ کیږي.
یا هم لکه د منصور حلاج د اناالحق خطرناک داستان او یا هم….؛
که څوک د تصوف فن پسې واړوي دا او تر دې ډېر حیرانوونکي نازک مسائل موندلای شو، چې عقلونه ورته حیرانیږي، خو له واقعیت ناخبرو ته یې درک کول هم مشکل برېښي.
بلخوا که په تصوف کې د ځینو باریکیو په هکله جرحه کوونکي د تاریخ په اوږدو کې راواخلو، دوی ظاهراََ تصوف مني، خو پر ځینو ټکو یې ملحوظات هم لري؛ دوی د اهل ظاهر هغه علماء وي چې یواځې د فقهي متونو د ظواهرو پلي کیدل د خلکو درملنه بولي، نور هغه څه چې د شرعي نصوصو څرګند متون په کې شتون ونه لري، یو ډول بدعت یې یادوي…
طبعي ده چې د رازونو خلکو ته د اسرارو مالومات ښه کیږي، خو ناخبرو ته د غوامضو ښکاره کول سترې ستونزې ځېږوي.
زه دلته د واړو لوریو څو خبرې لرم…!
د معاصر وخت د تصوف درنو شیوخو او سرلارو!
سمه ده چې رسنۍ او په ځانګړې توګه سوشل میډیا ستاسو د غږ رسولو تر ټولو لنډه لار ده، خو د لطف له مخې مو د نوي ناخبره قشر او هغو زرګونو پوهیالیو ځوانانو ته مو هم که پام وکړ، چې د تصوف له الف با څخه ناخبره دي؛ که لومړی د تصوف د داعیې، تګلارې او اصولو په هکله په ساده لهجه عام خلک وپوهوئ او بیا د نورو اسرارو تبیین ته مټ ورکړئ ، ډیره به ښه وي.
خپل رسنیز مسؤلین مو وپوهوئ چې ستاسو د ژباړې، تقریر او تدریس ویډیوګانې دې له فلټر پرته نه خپروي او له تاسو هم احترامانه هیله ده چې که د تدریس، تقریر او نورو مواردو پر مهال د ناستو کسانو د ادراک او فهم په مقایسه څرګندونې وکړئ دا به مو پر ټولو لوریینه وي.
هو! تاسو ته به د عامه پوهاوي کمپاین ستړی کوونکی وي، خو دومره به نه وي سخت، لکه چې ستاسو مخالفین یې د رد لپاره کوي
پاتې علماء کرامو!
تاسو که واقعا علماء یاست او له شریعت څخه ژوره مطالعه لرئ، نو د بشپړ عالم اطلاق پر هغه چا نه کیږي، چې له مروجو علومو د یوه څخه یې ناخبره وي، لطفا دا د مطالعې بحر ته لږ سم ور شیوه شئ، که لږ د تصوف په غوامضو ځان ښه پوهه کړئ، دا به مو هم له ځان هم له ټولنې سره د احسنې لارې په موندلو کې ښه مرسته کړې وي.
که د اوسنیو متصوفینو چارې درته ناسمې برېښېدلې، د لطف لمخې یې د رسنیز مخالفت پرځای؛ جومات، کور او مدرسې ته ورځئ د اړوند جزئیې په هکله یې پوښتئ او هر اړخیز بحث ورسره کوئ…..؛ که یې خبره مستدله نه وه، یا یې له شریعت سره څرګند ټکر درلوده، نو په اړوند مسائلو کې ورته د قرآني نصوصو، نبوي احادیثو او د علماوو اجماع په هکله قناعت بخشه مالومات ورکوئ؛ که ستاسو حقانیت او د دوی بطلان څرګند وو، نو د بې ځایه مخالفت تور خو به نه درباندې لګول کیږي.
له پوره تحقیقه وروسته د حق او ناحق په هکله محتاطانه پرېکړه کوئ او د خپلو جلالي خطبو پر مهال، ځوان قشر په فتنو کې مه اچوئ.
دوهم داچې ستاسو په منځ کې د وهابیانو او نورو فتنه ګرو ډلو…. هغه فرښتې صفته شیاطین هم ننوتلي، چې څوک یې احادیث نه مني، څوک یې مذاهب اربعه ته سپک خطاب کوي او څوک هم په نورو بابولالو سر دي؛ خو ستاسو په سیوري کې هغوی هم خپل مخالفین ټکوي.
هو! که تاسو له خپلو متصوفینو وروڼو سره تنویري ناستې پیل کړئ ، د همدې مرموزو څېرو اصالت به هم ښه راڅرګند شي.
علماوو !
که مو رسنیزو جنجالونو او یو د بل پښو وهلو ته کار ووایه، لېري نه ده چې ستاسو اختلاف به بیا د رحمت پر ځای د غضب بڼه خپلوي او عندالله به په دې امت کې د هر ډول نفاق او شقاق مسؤلین هم تاسو شمېرل کیږئ.
ستاسو اختلافات به لکه د ګاونډي هیواد د لمبه شوی تنور په څیر، په ولسونو کې ناوړه سناریوګانې تر شا پرېږدي او کلي په کلي به همدا بدبختي تداوم پیدا کا.
وروستۍ خبره!
الحمدلله چې تر لسیزو وروسته یو اسلامي نظام قائم او د سپیڅلي شریعت د نفاذ موقع برابره شوې، اوس که د اسلامي نظام له مزایاوو خلک خبر کړل شي، د ځوانانو فکري رَغَونه ترسره او د حزب التحریر او نورو عقیدوي مخالفینو له فکري چنګال یې وژغورئ ؛ لویه لاسته راوړنه به وي.
د ځوانانو د اذهانو تنویر د فکري او عقیدوي اساساتو په تړاو بیخي د وجوب تر حده پر هر عالم لازم دی.
که د هدیرې پر سر تقریر کوئ، یا د جامع جوماتونو خطیبان یاست او یا هم په کلي او ولس کې د امامت سپېڅلې دنده مخته وړئ؛ لطفا د ولسونو د اصلاح په خاطر پر فکري او عقیدوي موضوعاتو تمرکز له خپلو مسؤلیتونو وبولئ او په اړوند برخه کې خامخا د نویو ځوانانو لپاره د اړینو مضامینو تدریس ته اوږه ورکړئ.
داچې موږ ولې لسیزې په جګړو کې پاتې شوو؟ ولې او د څه لپاره دومره قربانۍ او په اوسني پېر کې مو مسؤلیتونه باید څه وي، ا.ا.ا له موږ څه غواړي او د استحکام لپاره یې باید څه وشي؟ ؛ هغه حاد موضوعات دي چې د ټولنې هر قشر ورته اړتیا لري او پر تاسو ده چې باید کار ورته ووایاست….!

خالقیار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *