لیکنېمقالی اوتبصرې

د نشه یي توکو زیانونه!

نشه یو خطرناکه آفت دی، په پخوا زمانو کې دغه آفت دومره عام نه وو، څومره چې په دې زمانه کې عام دی او بله دا چې نه دومره خلک ورباندې اخته وو، څومره چې اوس ورباندې اخته دي. د نشه یی توکو استعمال زیات شمېر دیني، دُنیوي، صحي، اخلاقي، طبعي او ټولنیز زیانونه لري څو مشخص یې دلته ذکر کووم:
نشه عقل کمزوری کوي، په ټولنه کې انسان بېعزته کوي، په نشه یی توکو د مال مصرفول اسراف دی. له نشه یی انسان څخه په ټولنه کې خلک نفرت کوي، په نشه یی توکو روږدی انسان د مور او پلار نا فرمانه او ځورونکی وي، نشه کول په حقیقت کې ځان وژنه ده، نشه انسان د زړه په ناروغۍ اخته کوي، شريانونه کلکوي، د وينې فشار لوړوي، هغه خلک چې نشه کوي، زیاتره ورباندې د زړه حمله راځي.
تنفسي سيستم خرابوي، چې انسان ته دوامدار ټوخۍ او د سينې التهاب پيدا کوي. د سرطان مرض هم له نشه يې توکو د استعمال څخه منځ ته راځي، چې په ځانګړي توګه د سږو سرطان سبب ګرځي، د نشې له امله معده هم له ځينو ستونزو سره مخ کيږي، زياتره نشه يان د معدې زخم په رنځ اخته دي. داعصابو په کنټرول او ځينې حواسو باندې هم منفي اغېزه کوي، د مثال په توګه د ذاقې، باصرې، او شامعې حواسو باندې د حساسيت ناروغي هم له نشه يې توکو د استعمال باعث دی.
نشه د وختي بوډاتوب سبب هم ګرځي. دا ټولې ناروغۍ له همدې موادو څخه چې لوګي ترې خيژي، پيدا کيږي، د دې موادو شمېره نژدې پنځه سوو ته رسیدلی، چې زياتره يې پټرولي، ګيسي او زهري، مواد دي.نو پکار داده چې له نشه يي توکو نفرت او ډډه وکړو.

فهیم مخلص

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button