روغتیالیکنې

د روژې مبارکې میاشتې روغتيايي ګټې

انسانانو په زرګونو کلونو داسې ژوند کړی چې کله به قحطي وه، خواړه به نه پيدا کېدل او کله به هر څه پرېمانه وو، له همدې امله د انسان بیالوژي داسې عياره او برابره شوې چې کله ناکله د خوړو قحطي تجربه کړي. د بيالوژۍ له نظره، په یوه کال کې يوه مياشت روژه د بدن لپاره د دې فرصت برابروي چې د بدن بېلابېل ارګانونه خپلې بې کاره حجرې (سلول) نوې او هغه زیان رسوونکي مواد چې په بدن کې جمع شوي، ایسته وغورځوي. معاصرو طبي علومو ګڼ داسې حقیقتونه موندلي او کشف کړي دي چې روژه څنګه د جسمي او رواني روغتيا لامل ګرځي او د ژر بوډا توب مخه نيسي.
هغه ذات چې د انسان بدن او روان او د هغه چاپيريال او خواړه يې پيدا کړي دي، له شک پرته په دې هم ښه پوهيږي چې د انسان لپاره څه شی ګټور او څه شی زيان رسوونکی دی.
د روژې په اړه قرآن کريم په صراحت سره لارښوونه کړې:
ژباړه : ای هغو کسانو چې ايمان یې راوړی دی، روژه پر تاسو فرض شوې ده، لکه څنګه چې له تاسو وړاندې قومونو باندې فرض شوې وه، ترڅو پرهېزګار
شئ. (البقرة، ۱۸۳)
روژه نه يوازې د يوې مياشتې لپاره له اوبو، خوړو او جماع څخه ورځنی پرهيز دی، بلکې له نورو سره د چلند په ډول کې دسپلين راوستل، تفکر سمول او په صبر، استقامت او نورو اخلاقي فضایلو کې د نفس روزنه هم ده. همدا لامل دی چې روژه د انسان جسمي، رواني او ټولنيزه روغتیا ښه کوي او بهبود په کې راولي.
د ۲۰۱۳ زېږديز کال په پيل کې د انګلستان څو طبي څېړونکي د سلګونو ترسره شويو تحقیقاتو له مطالعې وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې روژه د انسولين هورمونونو د آخذو د خرابېدو مخه نیسي او د شکر ناروغۍ په ګډون د ګڼو ناروغيو مخنیوی هم کوي. انسولين يوه داسې کيمياوي ماده ده چې د پانقراس په واسطه ترشح کېږي او انرژي لرونکي مواد د بدن ټولو حجراتو ته رسوي. د انسولين آخذې د حجراتو پر دېوال قرار لري. د دغو آخذو خرابېدل د دې لامل کېږي چې انسولين ونه شي کړای د حجراتو داخل ته ننوځي، نو له همدې امله د شکر او نورو ناروغيو او ستونزو باعث کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *