بېلابېلې لیکنېلیکنې

له خوب مخکې د مستو خوړل د هاضمې سیستم پیاوړی کوي

د مستو خوړل په ټوله کې ګټور دي، خو که د سهار د چای پر ځای او یا مخکې له خوبه وخوړل شي، ګټه به یې دا وي چې وجود مو د ناروغیو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي.
مستې په خپل ترکیب کې په ډېره اندازه پروټین او ویټامین “بي” لري. څېړنو ښودلې چې په یوه ګیلاس مستو کې ۱۵۵ کالوري انرژي، ۱۳ ګرامه پروټین، ۱۲ ګرامه کاربوهایدریت او ۳،۸ ګرامه غوړ موجود دي.
د مستو نورې ګټې په لاندې کرښو کې ولولئ
لومړی ـ ارامه خوب:
مستې د “ټریپټوفان” مواد لري چې دا یو “امینو اسید” دی چې په بدن کې د “سټروټونین” او “ملټونین” مواد تولیدوي، دغه مواد په بدن کې د ارامه خوب لپاره ډېر ضرور دي، مستې په بدن کې د دې موادو تولید ته سرعت ورکوي او ارامه خوب ته مو زمینه برابروي.
دویم ـ مستې د هغه افرادو لپاره ګټورې دي چې بدن یې د لکټوز جذب نلري: د عادت له مخې موږ تاسو د دې لپاره چې ارام خوب ولرو یو ګیلاس شیدې خورو، شیدې هم “ټریپټوفان” او “لکټوز” لري چې د خوب د ارامتیا سبب کېږي، هغه خلک چې لکټوز نه شي جذبولی نه شي کولای شیدې وڅښي، د شیدو په ځای دې مستې وخوري ځکه چې په مستو کې موجود د لاکټیک باکتریایي اسیدونه لکټوز په لاکټیک اسیدونو بدلوي چې کولای شي په مستو کې د لکټوز اندازه را کمه کړي
درېیم ـ له هضم سره مرسته: د روغتیا لپاره د هاضمي سیسټم نظم او سالمیت ډېر اړین دی، زموږ او تاسو د روغتیا زیاتره مسائل د پښتورګو په سلامتي پورې اړوند دي. پروبیوټیک په پښتورګو کې له تولده تر مرګه په هضم کې فعالیت لري او اړین دي، ټول لبنیات په ځانګړي ډول مستې او شیدې طبیعي پروبیوټیک لري، د خوب پر مهال د مستو خوړل هضم سره مرسته کوي چې د هضم اسانه کېدل د ارامه خوب سبب کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *