افغانستان

د هلمند واشېر کې د زینتي نیالګیو کرلو چارې پیل شوې

د هلمندولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست لخوا، د واشېر ولسوالی د بېلابېلو سیمو د سمسورتیا او ښکلا په موخه ٥٠٠ اصله مېوه لرونکي او زینتي نیالګي پر ګڼو ځمکوالو ووششل شول.د یادو نیالګیو د ویشنې پر مهال، د کرنې ریاست مسؤلینو لخوا د نیالګیو ترلاسه کونکو ته سپارښتنې وشوې چې د نوموړیو نیالګیو روزنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.په ورته وخت کې ګټه اخیستونکو د کرنې ریاست له مسؤلیو خوښي څرګنده کړه، چې نوموړي نیالګي ورته په واک کې ورکړل شول او هغوی یې د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *