تاریخ او جغرافیه

یولوی سړی وکوچېد

1401/12/18
اخلاص، صداقت ، اسلامي نظام ته ژمنتیا او دهېواد سره بې کچه مینه دده د ژوند بارز صفتونه وو، خارجي اشغالګرو سره یې دجګړو په ډګر کې قوي هوډ او فولادي عزم لاره. دخوارجو اوفتنه ګرو په وړاندې یې جګړه بهترین عبادت باله،ماته یې په ځلونو ویلي وه چې: دخارجي یرغلګرو سره په ډېرو جګړو کې مخامخ شوی یم ، خو زه تل خپل خدای ته هغه جګړه چې دخوارجو سره مې دهلمند په یوه سیمه کې کړې، واسطه ګرځوم.
هغه دمدرسې یو پاک زړی طالب العلم وو، دکندهار په مرکزي جهادي مدرسه کې زما دکافیې تکرار ته کښېناستلو ، کله چې دمیزان پر ۱۵/کال ۱۳۸۰ لمریز کې امریکایي یرغلګرو زموږ پرګران هېواد افغانستان یرغل وکړ، دی هم په شمال کې موجود وو او زموږ سره یو ځای په زخمی حالت کې دشبرغان په زندان کې بندي وو.
شهید ملا مزمل داؤد مزمل یادوم
هوکې !مزمل شهید چې اصلاً دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د نورزو دکلي استوګن او په لمریز ۱۳۵۸ کال کې زیږېدلی و، یوه جامع الکمالات انسان وو، هغه دجګړې د ډګر یو پیاوړی اوپه نظامي تاکتیکونو پوه جنرال وو، تابه فکرکاوه چې دکوم نړیوال حربی پوهنتون نه یې په لوړو نمرو دوکتورا اخیستلې.
کله چې دامریکایي یرغلګرو په خلاف جهادي خوځښتونه پیل شوه، شهید مزمل هم دهغو لومړنیو کسانو څخه چې برخه یې په کې واخیستله اوهغه دخپل جګړه ییز مهارت ، زړورتیا اوفوق العاده خدای ورکړي استعداد له برکته دمجاهدینو ترمنځ ډېرژر مشهورشو.
شهیدمزمل مې بيا ځلې کال ۱۳۸۶لمریز کې هغه وخت ولید چې ګرشک ولسوالۍ کې د ده آدم خان اوزمبلې په سیموکې مجاهدینو د دښمن سره جنګي کرښې ساتلې.
ملا محمدداؤد مزمل چې کله دفراه ولایت لپاره والي وو په دې موده کې داسلامي امارت مجاهدینو ډېرپرمختګونه وکړل، آن یووار خو دفراه دښار ځينې برخې دمجاهدینو ترولکه لاندې راغلې.
همداشان کله چې دهلمند ولایت لپاره مرستیال وو په بېلابېلو سیمو کې یې پردښمن کړۍ راتنګې کړلې، دده ځانګړتیا داوه چې شخصاً خپله به یې په عملیاتو کې برخه اخیستله تردې چې په ډېرو جګړو او تهاجمې عملیاتو کې به ترنورو وړاندې روان وو.
هغه وخت چې دامریکایانو اوکابل ادارې په شتون کې دننګرهار ولایت ډېرې ولسوالۍ د داعشي خوارجو لاسته ولوېدلې داسلامي امارت مشرتابه ددې فتنې دکابو کولو لپاره ننګرهار ته ولېږه چې شهید مزمل هم په ډېرښه ډول اوبیخې کمو تلفاتو په ورکولو ددې فتنې رېښې وچې کړلې.
کله چې دننګرهار دجګړو نه دی راستون شوی وو ما دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې ولید او ددې جګړو په اړه یې حیرانوونکې کیسې راته وکړلې، یوه عجیبه خبره یې داوه چې راته کړل یې: خوارج ډېروحشیان او دانسانیت له پولو اوښتي خلک وه ځکه کوموسیموته چې دوی راغلې وه حتا حیواناتو لکه (سپی اوپیشوګان هم له هغو ځایونه تللي وه اوکله چې موږ ورغلو اوفتنه ګرموله سیمې وشړل نو دا حیوانات هم را پیدا کېدل او راتلل.
مزمل شهید ته الله تعالی ښه حافظه اوایماني فراست ورکړی وو، هغه د اسلامي امارت اصولو او اقدارو ته ډېر زیات وفاداروو، دخپلو امیرانو بشپړ اطاعت یې کاوه.
که څه هم نوموړی شهید ترډېره په نظامي چاروکې بوخت وو خو بیا به یې هم هڅه داوه چې په یو نه یو ډول ددرسونو اوعلمي برخې سره هم ښکېل پاتې وي.
ملا محمدداؤد شهید په ډېرو ستونزمنو اومشکلو حالاتو کې په هېواد کې اوسېدلو ته ترجیح ورکوله، یوخت کې ټول هلمند دامریکایي او انګلیسي یرغلګرو تر پوره پوښښ لاندې وو، شپنۍ چاپې او بمبارونه روان وه خو بیا هم ددې ټولو کړاوونو سره سره دی همالته اوسېدی.
شهید مزمل دیوې ورځې وضعیت راته داسې انځور کړ: یووخت په هلمند کې ددښمن له لورې هوایي عملیات او د ډرون الوتکو بریدونه ډېرزیات شول ، یوه ورځ درې څلور نور ملګري هم راسره وو، فضا هم سخته خرابه وه، دوی ته مې وویل ددې ځای نه به ولاړ شو زه او یوبل ملګری پریوه طرف پرپښو روان شو ،دسترګوترکونج مې پاس آسمان ته وکتل چې په ډېرلنډواټن کې درې ډرون (بی پیلوټه) تاوېدلې، پردې مې یقین شو چې حتماً به اوس برید را باندې کوي نو هغه د څنګ ملګري ته مې وویل تاسو ته هم اجازه ده زه یوازې هغه فلان ځای ته ځم.
ملګری مې ځکه رخصت کړ ځکه دامې یقین شو چې حتماً به ډرون الوتکه وار(ټک) راباندې کړي، سړیه زه خو ددښمن دلوري کشف شوی یم نو دابل ملګری ولې په مرګ ورکړم نوځکه مې رخصت کړ.
دمزمل شهید بله ځانګړنه داوه چې کله به مجاهدین ملګري ورسره وو، دشپنیو چاپو خطره اووېره به موجوده وه او ده سره به څلور پنځه ملګري ورسره وه نو ده به هم د ملګرو سره حتماً خپل نوم په پیره کې ولیکي.
کله چې دفتوحاتو وروسته په لومړیو وختونوکې دننګرهار ښار او شاوخوا سیمې یوځل بیا نا ارامه اوخوارجو په کې ځینې تحرکات پیل کړل نو بیا هم داسلامي امارت مشرتابه محترم ملا داؤد مزمل ددې فتنې دکنټرول لپاره ننګرهار ته دوالي په توګه ولېږه چې الحمدلله په ډېره لږه موده کې یې دخوارجو ټول فعالیتونه صفرته راټیټ کړل اووروسته دبلخ ولایت دوالي په توګه مقررشو.
شهید ملا محمدداؤد مزمل تقواداره، پاک نفسه، متدین ،متواضع او ویښ انسان وو، دهغه یواځینې هدف اوآرزو دالله تعالی پرځمکه د الله دنظام قایمول وو اوپه دې لاره کې یې هرراز ستونزې اومشکلات تحمل کول اوزغمل.
موږ بشپړ یقین اوباورلرو کومه لار اومسیر چې مزمل شهید پرې روان وو اوشپه اوورځ یې ددې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کوله، همدا حق اورښتینې مسیر دی اوپه دې لاره کې اېثار اوقرباني په دنیاکې د عزت اوسرلوړي اوپه آخرت کې دتل پاتې سعادت اوفلاح موجب ګرځي .
دالله تعالی په لار کې يې سپېڅلی شهادت د ژوند ټاپ هدف وو چې بالآخره دې هدف ته ورسېد اوپه ۱۴۴۴/۸/۱۶ هجري قمري چې د ۱۴۰۱/لمریز کال دحوت دمیاشتې د ۱۸ مې نېټې سره سمون خوري، په یوه بريد کې په شهادت ورسېد.
روح یې شاد اویادونه یې تاند

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *