مقالی اوتبصرې

چين ولې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې!؟

په دې وروستيو کې چين په افغانستان کې د سترو بهرنيو پانګوالو په توګه فعاليت کوي او پانګونه يې د پام وړ زياته شوې، چې له سترو پانګونو څخه يوه د عينک مسو کان د کيندلو پروژه ده. په دې پروژه کې د افغانستان په وردګو ولايت کې د مسو او سرو زرو کانونه شامل دي او د کانونو په برخه کې احتمالي پانګونه شوې،د دې پروژې تر څنګ چين په نورو برخو لکه فولادو، اوبو او برېښنا، ترانسپورت او عامه ودانيو کې هم پانګونه کړې ده.همدارنګه په افغانستان کې د چين د پانګونې له جملې د چابهار بندر، د تای آباد-چابهار د تېلو د نلليکې، کمال خان بند او د سندهـ البرز لاين د جوړولو يادونه کولای شو.
په افغانستان کې د چين د پانګونې مهم لامل د منځنۍ او جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د سړکونو او اورګاډي پټلۍ جوړول دي،دغه پروژه د چين لپاره ډېره مهمه ده، ځکه د يو کمربند او يوې لارې نوښت (BRI) چې موخه يې په اسيا، اروپا او افريقا کې د بندرونو، اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د لېږد شبکې جوړول دي،چې په دې برخه کې افغانستان د بېلابېلو سيمو ترمنځ د يو مهم پله رول لوبولای شي، په همدې خاطر له دې درکه کار اخيستل کېږي.دغه راز افغانستان د مسو، سرو زرو، اوسپنې او نورو منرالونو په ګډون ډېرې معدني سرچينې لري، چين د معدني سرچينو د ستر مصرفوونکي هېواد په توګه په دې برخه کې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په لټه کې دی،نو د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه د چين لپاره ګټوره تمامېدای شي.پر دغو دلايلو سربېره چين هم د منځنۍ اسيا په سيمه کې د خپل نفوذ د زياتولو په لټه کې دی،افغانستان چې له چين سره ګډه پوله لري او د منځنۍ اسيا په زړه کې موقعيت لري، چين ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان په سيمه ييز سياست کې خپل نفوذ زيات کړي او په دې سيمه کې د کاني زېرمو او مواصلاتي لارو امنيت تامين کړي.
دغه راز د افغانستان د کانونو او ټکنالوژۍ په برخه کې د چينايي سوداګرو پانګونه د دواړو خواوو لپاره د پام وړ ګټې لرلی شي، ځکه افغانستان بډايه معدني زېرمې لري، چې تر اوسه يې د پانګونې او د کانونو د صنعت د نشتوالي له امله يې تر ډېره کومه ګټه نه ده ترلاسه کړې، سربېره پر دې افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې د شاتګ له امله د دې صنعتونو په جوړولو او پراختيا کې د مرستې لپاره مسلکي کاري ځواک ته اړتيا لري.د افغانستان په کانونو کې د چين د پانګونې لومړۍ ګټه د کاني سرچينو غوره استخراج دی،د کانونو په پراختيا سره افغانستان کولی شي،خپلې بډايه سرچينې په هوښيارۍ سره وکاروي او ډېر عايد ترلاسه کړي،دا اقدام په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت او کارموندنې په ښه کولو کې ډېره مرسته کولی شي.
دوهمه ګټه يې پر ټيکنالوژۍ پانګونه ده، په دې برخه کې به افغانستان وکولای شي د چين له تجربو او پوهې ګټه واخلي او په هېواد کې به د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ، د الکترونيکي وسايلو د توليد او نورو پرمختللو صنايعو په شان صنعتونه رامنځته کړي. دا کولی شي په افغانستان کې د ټيکنالوژۍ پراختيا او د اقتصاد متنوع کولو کې مرسته وکړي او د کانونو او خامو موادو صادراتو باندې تکيه کمه کړي.په ټوليزه توګه د افغانستان د کانونو او تکنالوژۍ په برخه کې د چينايي سوداګرو پانګونه کولای شي د دغه هېواد د اقتصاد له ودې او دايمي پرمختګ سره مرسته وکړي. په دغو صنايعو کې د دندو پيدا کول او د توليداتو زياتول به د افغانانو د ژوند د شرايطو د ښه والي او د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو په ژورتيا کې مرسته وکړي.
د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري په شلمه پېړۍ کې پيل شوه. د دواړو هېوادونو تر منځ لومړی لوی سوداګريز تړون په ۱۹۵۴ کال کې لاسليک شو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او صنايعو ته يې زياته پاملرنه وکړه، د سړې جګړې له پای ته رسېدو او نړيوالو بازارونو ته د پاملرنې له زياتېدو وروسته د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د پام وړ وده کړې، په ٢٠٠١ کال کې د ترانزيټي لارو په بيا پرانيستل کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو منځګړو شرکتونو په جوړېدو سره د چين او افغانستان سوداګري نوي پړاو ته ورسېده.د بېلګې په توګه په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) نوی غړی شو. دې مسئلې د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ نوي فرصتونه رامنځته کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوې کچې ته ورسېده،له هغه وخت راهيسې د چين او افغانستان سوداګري په پرله پسې توګه وده وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې ټينګې شوې دي. د سوداګرۍ د ودې دغه رجحان د صنعتي او کرنيزو محصولاتو د پرله پسې تقاضا او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي او ترانزيټي اسانتياوو د ښه والي له امله دوام لري. په ټوليزه توګه د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د هر هېواد د نسبي ګټو او د کورنيو او نړيوالو بازارونو د تقاضا پر بنسټ رامنځته شوې او د مناسبو ترانسپورتي او ترانزيټي اسانتياوو هم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په وده کې مهم رول لوبولی دی.

احمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *